تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۴

صدیقي:فساد په افغانستان کې تر نا امنۍ وروسته دوهمه جدي ستونزه ده

د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ یا افکک په نوم بنسټ څېړنې ښیې چې فساد په افغانستان کې تر نا امنۍ وروسته د افغانانو دوهمه جدي ستونزه جوړوي.

فساد هغه مساله ده چې تر نا امنۍ را وروسته د افغانانو لپاره دوهمه درجه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

دا خبره د افکک په نوم بنسټ یوه تن مسوول محمد صابر صدیقي د یکشنبې په ورځ له فساد سره د مبارزې ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړه.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"لومړی امنیت او بیا فساد په ا فغانستان کې جدي ستونزې دي، یعنې خلک له وزګارۍ دومره نه کړیږي لکه له فساد څخه چې رنځېږي،دا دویم جدي مشکل دی."

ښاغلي صدیقي وویل چې فساد په افغانستان کې له ۲۰۰۶ میلادي کال نه راپدېخوا مخ په زیاتېدو دی.

له دې مخکې د شفافیت د څار نړیوال سازمان هم افغانستان د نړۍ درېیم فاسد هېواد یاد کړی و.

دغه راز په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي ویلي و چې په دغه هېواد کې د فساد لوړه کچه له دغه هېواد سره د نړېوالې ټولنې مرستې ګواښي.

د افکک موسسې په خپل راپور کې د فساد تر څنګ د وزارتونو له خوا د پراختیایې بودجې نه مصرفېدو ته هم اشاره کړې ده.

په راپور کې چې د افغان دولت پنځه کلنه بودجې په کې څېړل شوې راغلي چې پنځه کاله مخکې وزارتونو خپله ۱۰ تر ۲۵ سلنې پراختیایې بودجه نشوه لګولی.

راپور زیاتوي چې دا شمېر په وروستیو کلونو کې په ځينو وزارتونو کې تر څه باندې ۴۰سلنې هم رسېږي.

د افکک بنسټ رییس بریالي عمرزي له ازادي راډيو سره خبرو کې د ځینو وزارتونو له خوا د ټولې پراختیایې بودجې د نه مصرفېدو اساسي لامل داسي یاد کړ:

"ظرفیتونه نشته په ادارو کې له همدې امله وزارتونو خپله بودجه له سل سلنې نه ځينو۵۰، ځینو۶۰ او بعضو هم ۳۰سلنه مصرف کړې ده."

نا امني، بیوروکراسي، د ولسي جرګې له خوا د بودجې په تصویبېدو کې ځنډ او داسي نور موارد هغه څه دي چې د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا حکومتي مسوولین یې په پوره توګه د پراختیایي بودجې د نه لګېدو عوامل یادوي.

په همدې حال کې د ملي وحدت حکومت مسوولین وایي چې له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دي.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش د دفتر استازي محمد هدایت په دغه غونډه کې د ښاغلي دانش پیغام له فساد سره د مبارزې په برخه کې داسې و لوست:

"لکه څنګه چې پوهیږئ د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسي له فساد سره مبارزه له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګرځولې ده."

د ولسي جرګې یو شمېر غړي او کارپوهان ټينګار کوي چې نړیواله ټولنه باید په ګډه له افغان حکومت سره د فساد پر وړاندې مبارزې کې مرسته وکړي.

دوی همدا راز سپارښتنه کوي چې له فساد سره د مبارزې غوره لار دا ده چې حکومتولي الکټرونیکي شي او له دولتي او غیر دولتي ادارو د لګښتونو څخه وخت نا وخت راپورونه ورکړل شي.

​
XS
SM
MD
LG