د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې پوځي اهداف ويشتلي


د ترکيې صدراعظم تاييد کړه چې ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې پر ځينو اهدافو حملې کړې دي.

دا حملې پر هغو سيمو شوي چې په وروستيو کې کرد قواوو له سخت دريځو وسله والو نيولي دي.

ترکي ځواکونو پرون د سوريې يوه هوايي اډه او يو کلى چې کرد جنيګالو په وروستيو کې له سخت دريځو وسله والو نيولى، په توغنديو ويشتلى دى.

د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو پرون تاييد کړه چې ترکي ځواکونو د سوريې په شمال کې د کردانو د ډيموکراتيک اتحاد ګوند پوځي اهداف ويشتلي دي.

ده له دې ډلې غوښتنه وکړه، له هغو سيمو چې په وروستيو کې يې نيولي، ووځي.

د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار ادارې مشر، رامي عبدالرحمن چېاداره يې په سوريه کې د ځايي سرچينو د يوې پراخې شبکې په مرسته روان تاوتريخوالى او وضعيت له نژدې څاري، وايي د ترکيې له خوا توغول شويو توغنديو د حلب هغه سيمې په نښه کړي، چې په وروستيو کې کرد ځواکونو نيولي دي.

د فرانسې خبري اژانس او رويټرز د کردانو د ځينو سرچينو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې حلب ته نژدې يې پر منَغ هوايي اډه د توغنديو ويشتل تاييد کړي دي.

ترکيه د سوريې د کردانو ډيموکراتيک اتحاد ګوند او د هغې پوځي څانګه د کردانو د کارګر ګوند يا PKK يوه څانګه ګڼي چې له څو لسيزو راهيسې يې د ترکيې د حکومت په وړاندې بغاوت روان دى.

د ترکيې ځواکونو تر دې مخکې هم څو څو وارې د کردانو تر ولکې لاندې سيمو باندې توغندي ويشتلي دي.

رويټرز د ترکيې د يوه حکومتي چارواکي وينا رااخيستي چې ويلي يې دي، پوځ اعزاز ښارګوټي ته څېرمه چې منغ هوايي اډې ته نژدې پروت دى، د کرد ملېشه وو ځينې اهداف په نښه کړي دي.

د سوريې په شمالي ښارګوټي اعزاز کې دېره د اپوزيسيون يوه فعال امر حسن پرون له اسوشېټېد پرېس اژانس سره په خبرو کې تاييد کړه، چې د ترکيې پوځيانو پر دې هوايي اډې توغندي ويشتلي دي.

دا بمباري په داسې حال کې کېږي چې پرون د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل، انقره به که اړتيا پېښه شي، د سوريې د کردانو ډيموکراتيک اتحاد ګوند په وړاندې پوځي اقدام وکړي.

ښاغلي اوغلو زیاته کړه:

"د سوريې د کردانو ډيموکراتيک اتحاد ګوند د روسيې او د سوريې د رژيم د قواوو په مرسته د سوريې پر ملکيانو حملې کوي. دوى پر کردانو، عربانو او ترکمنانو، چې همفکره يې هم نه دي، حملې کوي. دا واقعاً قومي تصفيه او جنګي جرايم دي، نړېوالو ادارو هم دا ثابته کړې ده."

د اوغلو دا څرګندونې د امريکا له متحدو ايالتونو د ترکيې زياتېدونکې خوابدي ښکاره کوي چې ولې د سوريې د کردانو د ډيموکراتيک اتحاد ملاتړ کوي.

دا ډله د سوريې پر هغو سيمو کنټرول لري، چې د ترکيې پولې ته څېرمه پرتې دي.

XS
SM
MD
LG