د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

د ۲۰۱۵ کال ننګونو له تکرار څخه د مخنیوي لپاره د کمپبل وړاندیزونه

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل
په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل

په داسې حال کې چې یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي امریکایي چارواکو ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره یو ستونزمن کال بللی دی، په دغه هېواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان اف کمپبل ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې باید اصلاحات راشي.

ښاغلی کمپبل چې د روان کال د مارچ په میاشت کې یې په افغانستان کې مأموریت پای ته رسېږي، د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې دا به د تېر میلادي کال د پېښو د نه تکرارېدو زمینه برابره کړي.

ښاغلي کمپبل وویل:

"د افغانستان لوري ته اړینه ده څو لنډ مهالي اصلاحات عملي کړي. د پوستو شمېر راکم کړي څو په دې توګه افغان ځواکونه ډېر متحرکه پاتې شي. افغان ځواکونو ته په نوبتي شکل د روزنې، رخصتۍ او یا هم په جګړه کې د اشتراک زمینه برابره کړي. په دې توګه افغانان اړتیا لري پر دغو برخو تمرکز وکړي څو دا ډاډمنه شي چې ۲۰۱۶ بیا ۲۰۱۵ نه کېږي."

ښاغلي کمپبل په خپلو خبرو کې وویل چې د افغان ځواکونو ۷۰ سلنه ستونزې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ناسمې رهبرۍ له امله دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له طالبانو و غوښتل چې له سیاسي پروسې سره یو ځای شي او له جنګ جګړو لاس واخلي.

ده همداراز وویل چې همدا نن هم په هلمند کې سخته جګړه روانه وه او په وینا یې هم وسله والو مخالفینو او هم افغان لوري ته تلفات اوښتي دي.

جان اف کمپبل وویل، په هلمند کې یې د سلګونو امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پرېکړه هم په دغه ولایت کې وضعیت ته په کتو وکړه تر څو وکړای شي افغان ځواکونو ته ښه روزنه او مشوره ورکړي.

ښاغلي کمپبل په خپلو خبرو کې پر نړیوالې ټولنې هم ټینګار وکړ څو د اوږدې مودې لپاره له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي کمپبل زیاته کړه:

"زما پيغام دا دی چې موږ باید د افغانستان په اړه لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره خبرې وکړو. د یو کلن پروګرام په اړه خبرې کول به طالبانو ته د نا امنیو د جوړېدو زمینه برابره کړي. نو موږ باید د اوږدمهال په اړه خبرې وکړو ځکه ټول هېوادونه اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دي."

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بیا وایې چې دغه وزارت په منظمه توګه د اردو په تشکیلاتو او رهبرۍ کې د اصلاحاتو لپاره کار کوي او د دې لپاره نوي کسان روزي.

له دې وړاندي د چارو کارپوهانو هم په وار وار ویلي چې د مهمو امنیتي ادارو سرپرستي هم د افغان ځواکونو پر ستونزو بې اغېزې نه دي پاتې شوي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG