د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

ګلاب منګل: خپل طالبان سولې ته رابولو، خو پردي نه پرېږدو


د افغان حکومت چارواکو د خوست له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولنې له مخورو غوښتنه وکړه چې افغاني طالبان سولې ته راوبولي.

دوی وویل که چېرې زموږ د کلیو او قومونو ځینې اوسېدونکي په بېلابېلو لاملونو د نظام نه خوابدي او پر وسلواله جګړه بوخت وي، نو مشران دې راپخلا کړي، قناعت دې ورکړي، خو پردي وسله وال باید په ګډه له خپلو سیمو وشړو، تر څو ټول افغانان په عزت کې ژوند وکړي.

د جمعې پر ورځ د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل د خوست د صبریو او یعقوبیو په ولسوالۍ کې د ځايي مشرانو او دیني عالمانو یوې غونډې ته وویل، پردي وسله وال زموږ د خلکو د ځورولو او زموږ د هېواد د ورانولو لپاره راځي، خو هغوی بیا خپل وطن ویجاړي ته نه ورکوي.

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"زموږ د کلي او ولس له طالب سره په خبره پوه شئ، په مختلفو علتونو باندې تللي دي، باید هغوی ته قناعت ورکړو، خو پردی، پردی دی، جهاد يې دلته رواکړی دی، په خپله سیمه او وطن کې جهاد نه کوي، له بلې سیمې راځي خپل وطن نه خرابوي، زما ورېندار، زما تور سرې او سپین سرې بې عزته کوي، زما سپین ږیری او دیني عالم بې عزته کوي، زما د مشر بې عزتي کوي او زما وطن خرابوي، د هغې پر وړاندې باید ټول ودرېږو."

یعقوبي او صبري چې د خوست شمال لوري ته پرتې ولسوالۍ دي، د خوست په ناامنو سیمو کې راځي چې په تېرې نږدې یوې نیمې لسیزه کې هلته د بیارغونې چندانې کارونه نه دي شوي، خو په دې وروستیو کې د خلکو په غوښتنه په صبریو کې هم د ملي پیوستون پروګرام پیل شوی دی.

خوست والي حکم خان حبیبي بیا په خپلو خبرو کې که له یوې خوا د صبریو د سیمې له اوسېدونکو سره د یو شمېر برنامو او پروژو د پلي کېدو ژمنې وکړې، بل لوري ته يې په یاده ولسوالۍ کې د وسلوالو د فعالیتونو په مخنیوي کې د ځايي خلکو د مرستې غوښتنه وکړه.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

"په خپله ولسوالۍ، بانډو او سیمه کې چا ته د دې اجازه مه ورکوئ چې ستاسې ښایسته ماشومان، وروڼه او زامن د خپلو غلطو مالوماتو پر بنسټ وغولوي او د خپلو هېوادوالو، هېواد او اسلامي نظام پر ضد يې کړنو ته وهڅوي، بلکې دې لپاره تبلیغاتي او قومي پروګرامونه رامنځته کړئ، تر څو د خوست په ټولو سیمو کې د نفاق او بدبختیو لمن ټوله او پر ځای يې د امنیت او ورورګلوی فضاء قایمه شي."

د قومونو او قبایلو په چارو کې د ولسمشر سلاکار طاهر خان صبري په خپلو خبرو کې له خپل قوم غوښتنه وکړه چې یو بل ته د یووالي لاسونه ورکړي، د خپلو سیمو سوله وساتي، څو تر دې وروسته یادې ولسوالۍ ته بېلابېلې پروژې او برنامې عملي شي.

طاهر خان صبري وویل، د صبریو اوسنۍ ستونزې ټول د ناامنیو له لاسه دي، که چېرې خلک د امن په برخه کې همکار شي، نو حکومت په دې ولسوالۍ کې پراخه کارونو ته چمتووالی لري.

بلخوا د صبریو د قوم یو شمېر مشرانو هم په خپلو خبرو کې د جګړو او بې اتفاقیو پر زیانونو خبرې وکړې او ټېنګار يې وکړ چې په خپلو سیمو کې د امنیت د ټېنګولو او د پروژو د عملي کولو لپاره به زمینې برابروي.

XS
SM
MD
LG