د افغانستان د مدني ټولنو شبکه او سیاسي فعالان له حکومت وغوښتل چې ژر دې د کابل د برښنا ستونزه حل کړي.
دوی د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبرداری وکړ، که تر راتلونکې دوشنبې دا ستونزه حل نه شي، نو مظاهرې به وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د برښنا شرکت وايي، که امنیت يې خوندي شي، نوپه بغلان کې د وارداتي برېښنا نړول شوې پایې به په نهو ساعتونو کې ترمیم کړي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان کې پيل شوي عملیات وروستي پړاو ته رسېدلي او ډېر ژربه انجینرانو ته د پایو درغولو لپاره د ورتګ اجازه ورکړل شي.
که څه هم په بغلان ولایت کې د وارداتي برېښنا د پایلو له نړولوڅخه دا دې څه باندې دوه نیمې اوونۍ اوړي، خو افغان حکومت لا نه دی توانېدلی چې دا ستونزه حل کړي.
د افغانستان د مدني ټولنو شبکه او سیاسي فعالان وايي چې د برېښنا نشتوالي د کابل ښاریانو په ورځني ژوند ناوړه اغیز کړی، دوی د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له حکومت نه وغوښتل چې ژر دې دا ستونزه حل کړي.
فایض عظیمي چې د مدني اوسیاسي فعالانو په استازیتوب یې خبرې کولې خبرداری ورکړ، که د دوشنبې تر ورځې دا ستونزه هواره نه شي، نو په مظاهرو به لاس پورې کړي.
ښاغلي عظیمي زیاته کړه:
"موږ ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته دا خبرداری ورکوو، که د کابل برېښنا بېرته ونه رغول شي، موږ به لارو او کوڅو ته راووځو اوسوله ییزې مظاهرې به ورکړو."
ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د برښنا د نشتوالی له امله په کابل کې غلاوې او جنايي جرمونه زیاتې شوې چې د کابل ښار امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی.
شااوخوا دوه نیمې اوونۍ وړاندې وسله والو د بغلان ولایت اړوند ډنډ شهاب الدین سیمه کې د برښنا پایې ونړولې او کابل ته یې د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان قطع کړ.
په ورته وخت کې د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، که امنیت يې خوندي شي په بغلان کې د وارداتي برېښنا نړول شوې پایې به په نهو ساعتونو کې ترمیم کړي.
د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي:
"که موږ ته امنیتي ستونزې حل شي، په نهو ساعتو کې به کابل ته د برېښنا جریان نارمال کړو، موږ په دې برخه کې ستونزه نه لرو، دېته لېواله یو، هر څومره چې ژر کیږي دا ستونزه دې حل شي."
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په سیمه کې یې د وسله والو مخالفانو پرضد پراخ پوځي عملیات پيل شوي چې تر اوسه هم روان دي.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې پرمختګ شوی او په کمه وخت به دا ستونزه حل شي:
"په بغلان کې زموږ پیل شوي عملیات ښه پرمخ روان دي، دښمن ته زیات تلفات اوښتي، زیات شمېر کسان یې مړه او ټپيان شوي، تصفیه هم روانه ده، په کومه سیمه کې چې د برېښنا ستونزه وه، اوس هلته عملیات روان دي، خښ شوېو ماینونو ته هم چاودنه ورکړل شوې، انشاالله په ډېر نږدې راتلونکي کې به دا ستونزه حل شي."
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د بغلان ولایت یو شمېر قومي مشران، مدني فعالان او اوسیدونکي ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې د عملیاتو پرمهال ډېر تلفات ملکېانو ته اوښتي.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه ګڼي او وايي چې د ملکېانو د خوندیوتوب برخې ته جدی پاملرنه لري.
راپور: رحمت الله افغان