د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۵

"افغان امنیتي ځواکونو د سترو ستونزو سربېره، پرمختګونه کړي"


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي چې د افغانستان امنیتي ځواکونه له سترو ستونزو سره مخامخ دي خو په وروستیو کلونو کې يې پرمختګونه کړي او ثابته کړې یې ده چې د خپل هېواد د امنیت ټینګولو جوګه دي.

سټولټنبرګ تېره ورځ «پنجشنبه» په بروکسل کې د ناټو او ګرجستان د ګډې کمېټې تر غونډې وروسته، په خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان اوس مسلکي امنیتي ځواک لري.

سټولټنبرګ په افغانستان کې ستونزو ته په اشارې سره وویل چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د امنیت ټینګولو ټول مسئولیت اخیستی خو ناټو به یې د روزنیزو پروګرامونو له لارې ملاتړ ته دوام ورکړي.

سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل:

"زما په نظر، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د امنیت له پلوه، له ستونزمن وضعیت سره مخامخ دي. ناټو په افغانستان کې خپل پوځي مأموریت پاي ته رسولی خو موږ به د هغوی د روزنې، مشورې او مرستې پروګرامونه جاري وساتو. د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په بشپړ ډول، په خپل هېواد کې د امنیت ټينګولو مسئولیت اخیستی دی."

اوس مهال په افغانستان کې د امریکا او ناټو ۱۳۰۰۰ عسکر مېشت دي چې ۹۸۰۰ يې امریکايي او پاتې یې د ناټو د اروپايي غړو هېوادونو عسکر دي.

د امریکا متحدو ایالاتو پلان درلود چې د روان میلادي کال «۲۰۱۶» تر پایه د خپلو عسکرو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته راکم کړي خو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله، ولسمشر اوباما پرېکړه وکړه چې لږ تر لږه ۵۵۰۰ عسکر یې د ۲۰۱۷ «میلادي» کال تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو ګډ قوماندان، جنرال جان کېمپبل چې د کار موده یې پاي ته رسېدلې او قومانده به نوي ټاکل شوي مشر، جنرال جان نېکولسن ته سپاري، څو ورځې وړاندې وویل چې د وسله والو طالبانو د حملو د زیاتېدو په صورت کې به زیاتو عسکرو ته اړتیا وي.

خو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونو څرګنده کړې چې پرمختګ یې کړی، مسلکي فعالیت کوي او د وسله والو طالبانو په وړاندې د خپل هېواد امنیت ټينګولو قابلیت لري.

ستولتنبرګ زیاته کړه:

"د افغانستان امنیتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړی او ثابته کړې یې ده چې د امنیت ټینګولو توان لري، مسلکي دي او کولای شي چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو حملو ته ځواب ورکړي. موږ به یې ملاتړ ته دوام ورکړو. موږ فکر نه کوو چې دا اسان کار دی اوکه واقعیت ته وکتل شي نو داسې برېښي چې په ۲۰۱۶ «میلادي» کال کې به هم تشدد او جګړه دوام ولري، ستونزې به وي خو موږ د افغانستان پر امنیتي ځواکونو باور لرو."

د ناټو غړي هېوادونه به راروان دوبی، په وارسا کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي. امریکا هیله څرګنده کړې چې ګډون کوونکي به له افغانستان سره د مرستو د هغو ژمنو پر زیاتولو سلا شي چې د شیکاګو په کنفرانس کې شوي وې.

خو امریکا ویلي چې د افغانستان حکومت هم باید مرسته کوونکو هېوادونو ته ډاډ ورکړي او خپل قابلیت ورته ثابت کړي.

XS
SM
MD
LG