تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۲

محمد حسین: سیمه ییزو چارواکو اړ ایستم څو د دولت پرضد ټوپک واخلم

په هرات کې د سولې له پروسې سره یوځای شوی یو مخالف قومندان وایي، د سیمه ییزو چارواکو زورواکي دې ته اړ ایستی چې د دولت پرضد ټوپک واخلي.

ده د هغې یوولس کسیزې ډلې مشري کوله چې د هرات پر هوایې ډګر په راکټي بریدونو تورنه وه او اوس د سولې له بهیر سره یو ځای شوې.

"درې کاله کېږي چې په غره کې اوسیږم. درې کاله وړاندې یې زما په حق کې ظلم وکړ او ان زما جوړ کور یې ویجاړ کړ."

دا د محمد حسین په نوم د دولت د یوه مخالف خبرې دي چې وایي د زورزیاتي له کبله اړ وتلی درې کاله په غرونو کې د دولت پر ضد وجنګیږي.

دی وایي، په لومړي سر کې یې تر ډیره زور زیاتی وزغمه خو، کله چې یې کور ترې واخستل شو او له سیمې وایستل شو بله لاره یې نه وه، نو یې ټوپک یې واخیست او غره ته وخوت. خو دغه زور زیاتی چاکاوه ؟ محمد حسین وایي:

"داسې کسان وه چې د دولت په راس کې وه او موږ یې نه پریښیدو. زه یې له سیمې وایستلم او زه مجبور شوم ټوپک واخلم او غره ته وختلم."

دا چې د نوموړي ادعا څومره سمه ده، د هرات چارواکي یې په اړه د پلټنې ژمنه کړې ده.

د هرات والي محمد اصف رحیمي د دې موضوع پر جدیت ټینګار کوي او وایي، د بېلابېلو ارګانونو جوړ یو پلاوی به دغه مساله و ارزوي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"دا یوه مهمه موضوع ده چې باید هم په هرات او هم د افغانستان په نورو ولایتونو کې جدي وګڼل شي. دا د عدالت د ټینګښت موضوع ده او د دې لپاره به یو پلاوی وټاکو چې د ستونزې ریښه پیدا کړي چې په رښتیا همداسې شوي که نه. که دا خبره رښتیا وي چې حق حقدار ته وسپارو. هر وخت چې وي لاهم نه دی ناوخته شوی باید حق حقدارته وسپارو."

محمد حسین یوازینی کس نه دی چې ادعا کوي د هرات د پخوانیو چارواکو د زور زیاتي له کبله یې ټوپک اخستی دی.

تر دې وړاندې د هرات د فواید عامې پخواني ریس د هغه ولایت د پخواني والي سید حسین انوري د مخالفتونو په نتیجه کې ورته اقدام کړی وو او په همدې ګذرې ولسوالۍ کې د دولت په وړاندې ودرید. خو دغه کس د دولت پرضد تر درې کاله مبارزې وروسته د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

ښایي دا ډول بیلګې د افغانستان په نورو سیمو او ولایتونو کې هم وي چې ځیني یې د ژوند تر وروستیو شیبو د غچ اخستلو په اور کې سوځي او ځیني یې د محمد حسن په څیر بیرته د سولې بهیر سره یوځای کېدو ته زړه ښه کوي.

دی د هغې یوولس کسیزې غیرمسوله وسله والې ډلې مشر و چې په ګذرې ولسوالۍ کې د دولت پرضد فعالیتونو تورنه ده.

ویل کېږي د هرات پر هوایې ډګر ډیری راکټي بریدونه د همدې ډلې له خوا کېدل.

د دولت او خلکو ترمنځ د بې باورۍ په اړه په وار وار راپورونه خپاره شوي دي چې همدا مساله د دواړو لورو ترمنځ واټن ډیروي او ان په وسله والو مخالفتونو بدلیږي.

همدې موضوع ته په وروستیو ورځو کې په خپله ولسمشر اشرف غني هم اشاره کړې ده.

ښاغلي غني د اروپایې ټولنې د پولیسو د ماموریت مشري سره د لیدو پر مهال ویلي چې د خلکو او امنیتي چارواکو ترمنځ د باور رامنځته کېدو او واټن د لېرې کېدو لپاره لاهم ډیر کار ته اړتیا ده.

​
XS
SM
MD
LG