د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

ټرمپ: موږ غواړو یو ځل بیا امریکا تر ټولو ښه کړو


د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدان جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټ سناټور برني سندرز په نیو همپشرایالت کې د ګوندونو په خپل منځي مقدماتي رايي ګیرېو کې ګټونکي اعلان شول.

د رایو لومړني نتایج ښیې چې ټرمپ ۳۴ فیصده او سندرز ۵۸ فیصده رایې خپلې کړي دي.

د امریکا په نیو همپشر ایالت کې د ګوندونو خپل منځي رای ګیرۍ د سیمي په وخت د ماښام اته بجې د خلکو په خوښیو او ولولو سره پای ته ورسیدې.

په جمهوري غوښتونکو کې میلیاردر ډونالډ ټرمپ د ۳۴ فیصده رایو په اخستلو سره میدان وګاټه او خپلو پلویانو ته وویل:

"موږ غواړو یو ځل بیا امریکا تر ټولو ښه کړو."

نوموړي خپلو پلویانو ته ژمنه ورکړه چې د امریکا په لا اقتصادي پیاوړتیا کې به هڅه وکړي:

"موږ به چین او جاپان ته ماته ورکړو. په سوداګرۍ کې به مکسیکو ته ماته ورکړو. ټول هغه هېوادونه به مات کړو چې هره ورځ زموږ څخه پیسې وړي. دا کار به بیا تکرار نه شي. موږ اوس په نړۍ کې تر ټولو ښه تاجران لرو، هغوی تل زما سره اړیکه نیسي او غواړي چې په دې کارونو کې ښکیل شي. موږ سیاسي کسان لرو چې زموږ د میلیاردونو ډالرو معاملو په اړه مذاکرې کوي، دا به نور تکرار نه شي. موږ به د نړۍ په سطح تر ټولو ښه تاجران د خپلو معاملو لپاره وکاروو. هرڅه به ډیر ښه، ډیر ژر او ډیر قوي ترسره کړو او نړۍ به بیا موږ ته درناوی وکړي. پر ما باور ولرئ."

۶۹ کلن ټرمپ چې د اسلام، ښځو او کډوالو په برخه کې یې څرګندونې په دې وروستیو کې جنجالي شوي وې، له نورو کاندیدانو هم مننه وکړه او هغوی ته یې مبارکې ورکړه.

بل خوا د ډیموکراټ ګوند کاندید سناتور برني سندرز په نیوهمپشر کې د ۵۸ فیصده رایو په اخستلو سره له خپلې ګوندي سیالې هیلري کلنټن څخه وړاندې شو.

سندرز خپل پلویان یووالي ته راوبلل او ترې وې غوښتل پرې نږدې چې جمهوري غوښتونکي د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسیږي:

"موږبه په راتلونکو څو میاشتو کې اړتیا ولرو چې د یو بل ترڅنګ ودریږو او دا ګوند او ملت سره یو کړو ،ځکه ښې اړخي جمهوري غوښتونکي چې زموږ په وړاندې ولاړ دی، باید پرې نښودل شي چې ولسمشرۍ ته ورسیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلرې کلنټن له خپل ګونده د ۴۰ فیصده رایو په اخستلو سره په نیو همپشرکې خپله ماته ومنله. دا وایې له ځوانانو سره یې کار پای ته ندی رسیدلی:

"زه پوهیږم ځیني کارونه لرم چې باید ترسره یې کړم، په ځانګړي ډول له ځوانانو سره، خو زه به بیا هغه څه تکرار کړم چې روانه اونۍ مې ویلي وو. ان که دوی اوس زما پلوي هم نه کوي، زه ددوی پلوي کوم ځکه زه پوهیږم ما یو ښه ژوند درلود، خو په دې هم پوهیږم چې رالویدل څه ډول وي. په امریکا کې ډیری کسان پدې حس پوهیږي."

د امریکا په نیو همپشر ایالت کې د راتلونکې ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د ګوندونو خپل منځي رايي ګیرنې د سې شنبې په ورځ ماښام ناوخته پای ته ورسیدې.

د امریکا خبري رسنۍ وایي، ډیرو خلکو په دغو انتخاباتو کې ګډون درلود.

تردې وړاندې په ایووا ایالت کې د تیرې اوونۍ په رايي ګیریو کې د جمهوري غوښتونکو له ګونده تدکروز او له دیموکرات ګوند څخه هیلري کلنټن ډیرې رایې ګټلي وې.

راتلونکې ګوندي رايي ګیرۍ به په جنوبي کارولینا ایالت کې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG