د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۵

د خوست په تڼیو کې پر ۱۰۴ پروژو کار روان دی

د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د تېرخېلو د سیمې په پنځو کلیو کې ۱۰ کلیوالي پروژې بشپړې او نن د چهارشنبې پر ورځ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې د نږدې اته کیلومتره په اوږدوالي د څښاک اوبو یوه شبکه، د څلور کیلومتره په اوږدوالي د اوبو یو کانال چې څلور زره جریبه ځمکه به خړوبوي، د جرګو مرکو یو لوی تالار، یوه اندازه کلیوالي سړکونه، پلچکونه او د اوبو دوولس ذخیرې شاملې دي.

د پرانیستې په ځای کې خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې په دې پروژو نږدې یوولس نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې له دې لګښت سربیره کلیوالو هم په کې خپله لس سلنه ونډه ورکړې ده.

خوست والي زیاته کړه، په تڼیو کې د ۱۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۰۴ نورې پروژې تر کار لاندې دي چې په ټاکلو مودو کې به يې کارونه تکمیل شي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

"تاسو په پنځو کلیو کې د لسو مختلفو پروژو د افتتاح شاهد یئ، په دې پروژو کې یوه د اوبو شبکه ده چې ۷۹۰۰ متره اوږدوالۍ لري، دوولس د اوبو ذخیرې دي، یو هم د جرګو تالار دی، بل هم کانال دی چې ۳۸۷۰ متره طول لري چې د دې په واسطه به ۴۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي، درې کیلومتره دریمه درجه جغلي سړک دی، دوه پلچکونه دي، ټوله بودجه چې په دې مصرف شوی، یوولس میلیونه درې لکه اویا زره ده، او د ملي پیوستون د برنامې په چوکاټ کې تطبیق شوي دي."

خوست والي وړاندې وویل چې د دې پروژې له ګټو به زرګونو ځايي اوسیدونکي برخمن شي.

ده د ځايي خلکو څخه د یادو پروژو د ساتنې او څارنې په برخه کې د کلکې پاملرنې غوښتنه وکړه.

بل لوري ته د ځايي خلکو په استازیتوب محمدقابیل که له یوې خوا د ترسره شوېو پروژو پر بشپړیدو خوښي څرګنده کړه، تر څنګ يې د کلیوالو یو شمېر نورې اړتیاوې هم ځايي چارواکو ته په ډاګه کړې.

ده وویل چې د د اوبو د شبکې په پاسنۍ برخه کې په ډېر لګښت اوبیزه برښنا جوړیدای شي، همدارنګه یو ډېم چې پخوا امریکايي پوځیانو دوی لپاره جوړ کړی وو، اوس بې کاره شوی چې بیرته رغونې ته اړتیا لري.

د تڼیو ولسوال محمداکبر ځدراڼ د پروژو د پرانیستې په ځای کې د رسنیو سره د خبرو پر مهال د حکومت په چوکاټ کې له سکټوري ادارو او نړېوالو ډونرانو وغوښتل چې د تڼیو په ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونه وکړي.

ده زیاته کړه، دلته د خلکو په مرسته ښه امنیت شته او بیارغونې ته خلک سخت لیواله دي:

"سکټوري ریاستونو او ډونر موسساتو زه بلنه ورکوم چې دوی کولای شي، پدې ولسوالۍ کې د بیارغونې کارونه وکړي، دوی لپاره کاملاً امنیت تامین دی او ولس دې ته لیواله دی."

د یادونې وړ ده چې په روان لمریز کال کې د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې ۲۹۳ بیلابیلې پروژې تر کار لاندې وې چې له هغې ۱۸۹ پروژې بشپړې شوي او ۱۰۴ نورې پروژې دا مهال تر کار لاندې دي، د تر کار لاندې پروژو مجموعي لګښت ۱۲۸ میلیونه افغانۍ دی چې د چارواکو په وینا به په خپل ټاکلي وخت بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

نجیب الله الوخېل

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG