د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

کاناډا په عراق او سوریه کې خپل جنګي رول پای ته رسوي


کاناډا وايي، تر راتلونکو دوو اونیو پورې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه پای ته رسوي.

د کاناډا صدراعظم جسټین تروډو د دوشنبې په ورځ وویل: هېواد یې شپږ جنګي جیټ الوتکې چې د داعش پر ضد عملیاتو کې یې برخه لرله له نړېوال ایتلاف څخه باسي او پرځای د عراقي سرتیرو د روزنې لپاره د پوځي روزونکو شمېر زیاتوي.

د امریکا د دفاع وزارت په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد مبارزه کې د کاناډا د رول ستاینه کړې.

کاناډا د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په عراق او سوریه کې د داعش پر ضد هوايي عملیات پای ته رسوي.

خو د دې هېواد دوه الوتکې به ایتلافي الوتکو ته د سون د موادو د رسولو په شمول د څارنې ماموریت ته دوام ورکړي.

د کاناډا صدراعظم جسټین تروډو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې هېواد به یې د دې پرځای د عراقي ځواکونو د روزنې لپاره د خپلو پوځي روزونکو شمېر زیات کړي.

له دې سره به د هغو کاناډايي سرتیرو شمېر ۸۳۰تنو ته ورسیږي چې د عراق په شمال کې عراقي کردي ځواکونو ته روزنه ورکوي.

د کاناډا صدراعظم وايي، هېواد یې هڅه کوي چې په عراق او سوریه کې د اړو کسانو سره پر مرسته ډیر تمرکز وکړي.

جسټین تروډو وايي:

"د بربریت وژونکی دښمن کرکه نه ده. سبب یې همدا دی او هغه خلک چې هره ورځ د داعش له ویرې او ستم سره مخ دي زموږ غچ ته اړتیا نه لري بلکې هغوی زموږ مرستې ته اړتیا لري."

امریکايي چارواکو د کاناډا د دې اعلان هرکلی کړی او د داعش پرضد مبارزه کې یې تر اوسه د دې هېواد ونډه ستایلې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنیسټ وايي: هېواد یې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پرضد مبارزه کې د کاناډا د نورو اقداماتو په تمه دی.

د ایرنیسټ په وینا د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کاناډا له صدراعظم جسټین تروډو سره په همدې اړه خبرې کړي او ټاکل شوې ده چې دواړه مشران راتلونکې میاشت کې خپلو کې سره وګوري.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرکوک هم پرون په یوه خبري غونډه کې وویل چې د داعش پرضد مبارزه کې د کاناډا ماموریت یوازې په هوايي عملیاتو کې نه خلاصه کیږي او دا هېواد په نورو برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

ښاغلي پیټرکوک زیاته کړه:

"کاناډایان د عراق په شمال کې د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ د ماموریت لپاره د خپلو سرتیرو شمېر درې چنده زیاتوي. دوی همدارنګه په استخباراتي برخه کې همکاري کوي. په بشري او پراختیايي برخو کې هم همکارۍ ته دوام ورکوي. موږ دا ډیر مهم ملاتړ ګڼو او د کاناډایانو د دې همکارۍ هرکلی کوو."

ویل کیږي چې په عراق او سوریه کې په هوايي بریدونو کې د کاناډا رول دننه په کاناډا کې خلک په دوو نظرونو ویشلي.

نظر پوښتنې ښيي چې یو شمېرکاناډایان د داعش پرضد هوايي عملیاتو کې د خپل هېواد له برخې اخیستو سره موافق دي خو یو شمېر نور بیا غواړي چې هېواد یې په سوریه او عراق کې یوازې په بشري او انکشافي مرستو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG