تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۳

په ننګرهار کې د کانکور ازموینې پروسه پيل شوه

د ننګرهار مختلفو لیسو څخه د فارغو زده کوونکو د کانکور ازموینه پيل شوه چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دې ازموينې په پرانست غونډه کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزی وویل؛ د کانکور ازموینې لپاره يې امنيتي او لوژستیکي پوره تیاری نیولی او په دې پروسه کې به په ټوله کې څه کم یولس زره زده کوونکي ګډون وکړي:

"هغه ارقام چې موږ سره دي ټول لس زره اووه سووه یو کسان په کې برخه اخلي او د اته سوو نه زیات په کې انجونې دي او تاسو مطمین اوسې د کانکور سږنی پروسه به په ښه شکل ترسره شي."

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخيل د کانکور ازموینې ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د چا حق به نه خوړل کیږي او د شفافیت لپاره يې د یوه ځانګړي پلان له مخې ازموینه اخیستل کیږي.

نوموړي وویل له مسولو کسانو پرته نور هیڅوک د کانکور څخه نظارت نشي کولای:

"سږکال د کانکور ازموینې میکانیزم داسې دی چې فورم بیل بیل دی هیڅوک نشي کولای چې نکل وکړي او اته دیرش تنه استادان د کابل نه او اته دیرش تنه استادان دلته دا ټول به نظارت کوي په هر اطاق کې دوه دوه استادان چې یو به له دې ځایه وي او یو به د کابل استاد وي نور هیچاته اجازه نه ورکول کیږي چې مداخله وکړي."

د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل ذبیح الله زمري وویل دلته په پوهنتون کې د ازموینې پروسه شفافه ده خو له لوړو زده کړو وزارت څخه يې غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو حق تر پخو لاندې نشي:

"زموږ جدي غوښتنه له دوی نه به دا وي چې هر زده کوونکي چې څومره سوالونه حل کړي وي دهماغه خپل استعداد له مخې باید پوهنځي ته ورکړل شي دلته موږ خپل مسولیت ادا کړی نور د وزارت پورې تړلې ده چې د چا حق ونه خوړل شي."

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې سږکال يې د کانکور په ازموینو کې د درغلۍ مخه نیولې او د زده کوونکو ټول سوالونه به د کمپیوټري سیستم له لارې ځوابیږي تر څو پایلې شفافې اعلان شي.

راپور:ـ شاه محمود شینواری - ننګرهار

​
XS
SM
MD
LG