د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۵

وزیري: افغان ځواکونو داعش ته سخت زیانونه اړولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې په ننګرهار او غزني ولایتونو کې یې داعش وسله والو ته زیان اړولی دی.

په داسې حال کې چې د ننګرهار او غزني په ولایتونو کې ځینې چارواکي د داعش ډلې پر موجودیت اندېښنه ښيي؛ خو د د فاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت د شینوارو په ولسوالیو کې يې؛ د داعش مشهور قوماندانان وژلي او د دوی مرکزونه یې له مینځه وړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي؛ د د اعش ډلې ډېرې هڅې وکړي چې د ننګرهار په څېر د غزني ولایت ته هم ننوځي؛ خو امنیتي ځواکونو يې پر وخت مخه نیولې ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"داعش غوښتل چې په هلمند، ارزګان او زابل کې مرکزونه ولري؛ هلته له مینځه لاړل، بیا يې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ انتخاب کړی؛ هلته هم وځپل شول، مرکزونه او راډیو یې هم له مینځه لاړه.

په غزني کې یې غوښتل، خو موږ د شپې او ورځې سخت عملیات وکړل او موقع مو ورنه کړه چې په غزني مرکزونه ولري. دوی غواړي خو امنیتي ځواکونه دا اجازه نه ورکوي."

ښاغلي وزیري وویل، دې ډلې په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې له ماتې وروسته، د ننګرهار ولایت د شینوارو په سرحدي ولسوالیو لکه اچین، هسکه مینه، سپین غر، کوټ او نازیانو کې مرکزونه جوړ کړل.

په دې ولسوالیو کې يې هم مشهور قوماندانان ووژل شول؛ مرکزونه یې ویجاړ او پاتې کسان یې غرونه ته پورته شول.

له دې څرګندونو سره - سره د غزني ځینې چارواکي وايي؛ د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش ډله لیدل شوې ده.

د غزني د ولایتي شورا مرستیالې فاطمه رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"د داعش په نامه نوې ډله چې لومړی په زابل ولایت کې جوړه شوې وه؛ بیا د جاغوري ولسوالۍ ته چې له زابل ولایت سره ګډه پوله لري؛ راتېره شوه. اوس دغه ډله په ګیرو او اندړ ولسواليو کې لیدل شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي."

سربیره پردې د ننګرهار ولایت ځینې مسوولین وايي؛ د امنیتی ځواکونو عملیاتو نتیجه ورکړې؛ خو د دې ولایت له سرحدي ولسوالیو څخه اوس هم د داعش د شتون اندېښنه نه ده ورکه شوې.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري ازادي راډیو ته وویل:

"د امنیتي ځواکونو عملیات موثر وو؛ خو داسې نه ده چې داعش او طالب په بشپړه توګه له مینځه تللي؛ مخالفین اوس هم شته.

که دا عملیات دوامداره وي، مخالفین له مینځه وړلی شي، په دې عملیاتو کې دښمن کمزوری شوی؛ خو نابود شوی نه دی."

په افغانستان کې د داعش د ډلې له موجودیت څخه لږه موده تېریږي؛ خو فعالیتونه یې ډېر ژر د سیمې او نړۍ په مطبوعاتو کې خپاره شول.

راپورونه وايي، دې ډلې په ننګرهار ولایت کې په لږه موده کې د سیمې په لسګونو خلک وژلي او په زر ګونو یې د کور کلي پرېښودو ته اړ کړي دي.

د افغانستان جمهور ريیس اشرف غني امنیتي ځواکونو ته حکم کړي چې دا ډله وځپي.

سربېره پردې د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې که دا ډله د هېواد په هره سیمه کې سر پورته کړي؛ و به ځپل شي.

راپور: خان محمد سیند

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG