د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۳:۵۲

د افغان سولې په اړه درېیمه ۴اړخیزه ناسته په اسلام اباد کې پیل شوه


د افغانستان د سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه په اسلام اباد کې پيل شوه.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د غونډې د پرانیستونکې وینا پرمهال هیله وښوده چې د غونډې ګډونوال به د سولې د لارې نقشه نهايي کړي.

"په افغانستان کې د روغې جوړې موضوع ډېره مهمه ده، زه ډاډه یم چې د سولې پروسه په دې برخه کې مهم رول و لري، په نننۍ غونډه کې زه مطمین یم چې د سولې د لارې په نقشه به خبرې نهايي شي."

ښاغلی عزیز ټینګار کوي چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره ژمن دی او په دې هېواد کې سوله به په سیمه کې له امنیت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG