تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

ولې په کندز کې تصفیوي عملیات نه تر سره کېږي؟

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې د ژمې موسم هم د تېرېدو په حال کې دی، خو تر اوسه پورې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف په دغه ولایت کې تصفیوي عمليات نه دي پيل شوي.

د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي ازادي راډيو ته وویل چې مرکزي حکومت او د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو له خلکو سره ژمنه کړې وه چې د ژمې په موسم کې به په دغه ولایت کې پراخ تصفیوي عملیات پیلوي، خو تر اوسه پورې د پوځي عملیاتو څرک نه لېدل کېږي.

نوموړي زیاته کړه که چېرې وضعیت په همدې ډول دوام پیدا کړي، نو ښايي د هوا په ګرمېدو سره کندز ښار یوځل بیا سقوط وکړي:

"د ژمې موسم ډېر ښه وخت وو چې باید دغه ولایت د طالبانو له موجودیت څخه پاک شوی وای، خو پرته له ویناوو په کندز کې تصفیوي عملیات تر اوسه پورې نه دي پیل شوي چې خلک د خپل راتلونکي په اړه په اندېښنه کې دي."

د کندز د ولایتي شورا یو بل غړی غلام رباني رباني هم وايي چې ورځ تر بلې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ کېږي، خو دولت په دې اړه هېڅ غبرګون نښي:

"د کندز خلک د دغه ولایت اوسني وضعیت نه ناراضه دي او د ښار په شاوخوا سیمو کې جګړه جریان لري، خو له مرکزي حکومت څخه غواړو چې دې ولایت ته پاملرنه وکړي او د خلکو ستونزې هوارې کړي."

رباني زیاتوي چې مرکزي حکومت په دغه ولایت کې د امنیت په راوستو کې پاته راغلی او کومې ژمنې یې چې د کندز له خلکو سره کړي وې، هغه لا تر اوسه نه دې عملې شوي.

په ورته وخت کې د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ وايي چې په نېږدې راتلونکي کې به په کندز کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو په هدف پراخ تصفیوي عملیات پیل شي:

"زه د کندز ولس ته ډاډ ورکوم چې په نېږدې ورځو کې به په دغه ولایت کې تصفیوي عملیات پیل شي او اوس مهال د کندز ولایت د شپږو ولسوالیو یوازي مرکزونه یې له موږ سره دي او کلیو کې وسله وال طالبان دي او ډېر ژره به دغه سیمې هم تصفیه شي."

بل خوا په کندز کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان محي الدین غوري وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو د شپې عملیات پیل شوي دي:

"زه د کندز خلکو ته ډاډ ورکوم چې خپل ژوند او کارونو ته پرته له کومې وېرې ادامه ورکړي، ځکه زموږ ټوله توجه د خلکو د امنیت ساتنې ته ده او ډېر ژر به په کندز کې د طالبانو پرضد پراخ پوځي عملیات شي."

په ورته وخت کې د کندز ولایت اوسېدونکي هم وايي، تر څو چې په دغه ولایت کې عملاً پوځي عملیات نه وي پیل شوي، نو وروسته له دې د مرکزي حکومت او د کندز د سیمه ییزچارواکو پر خبرو باور نه کوي.

دوی وايي، نور خلک له دې تکرارې خبرو څخه ستړې شوي دي.

د یادونې ده چې د کندز د ښار بېرته نیولو څخه څه باندې څلور میاشتي تېرې شوي، خو لا هم د دغه ولایت په مرکز پورې اړوند نېږدې شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبان فزیکي حضور لري، چې دې مسالې خلک ډېر اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

​
XS
SM
MD
LG