د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

م.م:په لندن کې"اسانژ"د اکواډور په سفارت کې په غيرقانوني توګه اوسي


د ويکيليکس بنسټګر جوليان اسانژ
د ويکيليکس بنسټګر جوليان اسانژ

د ملګرو ملتونو خپلواک متخصصين وايي، د ويکيليکس بنسټګر جوليان اسانژ په لندن کې د اکواډور په سفارت کې په غير قانوني توګه اوسي. دوی پرېکړه کړې ده چې اسانژ باید راخوشې شي او ورته تاوان ورکړل شي.

اسانژ ښايي په لندن کې د اکوادور له سفارته له درو نيمو کلونو وروسته راووزي. پر ده د جنسي تيري تور دی او د سويډن حکومت د ده د نيولو غوښتنه کړې ده.

د بریتانيې حکومت وايي: اسانژ قصداً په سفارت کې په اوسېدو سره توقيف ځنډوي.

د ويکي لیکس بنسټګر جولیان اسانژ مخکې په يوه اعلاميه کې ویلي و چې که ملګري ملتونه اعلان وکړي چې د بریتانيې او سويډن پر وړاندې يې دغه قضيه بايللې ده، د جمعې په ورځ به تر غرمې پورې د بریتانيې د پوليسو له خوا نيول کېدل ومني.

پراسانژ د جنسي تيري تور دی او د سويډن له خوا يې د نیول کېدو غوښتنه شوې ده.

دی د ۲۰۱۲میلادي کال له جون راهيسې په لندن کې د اکوادور په سفارت کې اوسي.

د بریتانيې حکومت وايي، قانوني اړتيا لري چې اسانژ سويډن ته په لاس ورکړي او وايي، اسانژ قصداً په سفارت کې په اوسېدو سره توقيف ځنډولی.

د برتانيې حکومت دا هم ويلي چې په دې اړه د ملګرو ملتونو د کاري ګروپ پرېکړه په قانوني توګه په برتانيه کې حيثيت نه لري.

اسانژ د استراليا تابعت لري او د جنسي تيري تورونه ردوي. دی بېره لري چې که ونيول شي، ښايي امریکا ته په لاس ورکړل شي چېرته چې به په ويکي لیکس ويب پاڼه کې د زرګونو محرمو اسنادو د خپرولو په خاطر محکمې ته وړاندې شي.

د سويډن قاضيانو ويلي چې د دې قضيې د پلټنو په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ګروپ نظرد سويډن د قانون له مخې هيڅ رسمي حيثيت نه لري.

د اسانژ پلويانو له لاریون کوونکو غوښتلي چې د ده د ملاتړ لپاره د اکوادور د سفارت مخې ته راټول شي.

اسانژ کمپيوټر پروګرامر او هکر دی چې په ۲۰۰۶میلادي کال کې يې د ويکي ليکس په نامه د محرمو رازونو پر افشا کولو ډله جوړه کړه.

د دې ډلې فعالیتونو امریکا سخته په غوصه کړه چې په کې د افغانستان او عراق د جګړې په اړه د پنځه لکه نظامي محرمو اسنادو خپرول او دوه نيم لکه ډپلوماټيکې دوسيې خپرول شامل دي.

د دغو اسنادو اصلي سرچينه د امريکا د پوځ يو سرتيری چيلسي ماننګ وو چې د جاسوسۍ په قضيه کې د پنځه دېرش کالو په بند محکوم شو.

اکواډور په ۲۰۱۲م کال کې اسانژ ته پناه ورکړه او ولسمشر رفايل کوريا يوې خبري غونډې ته وويل چې د ملګرو ملتونو پرېکړه له څو کلونو وروسته ښيي چې موږ پر سمه وو.

ولسمشر کوريا پوښتنه وکړه چې ايا اسانژ او اکواډور ته به د زيان په بدل کې تاوان ورکړل شي ځکه چې د سفارت امنیت ډېر ګران وو.

بریتانيې هم د سفارت مخې ته څلرويشت ساعته ساتونکي درولي وو چې که اسانژ راووزي او د برتانيې پر خاوره پښه کښيږدي، فوراً يې ونيسي.

د ملګرو ملتونو کاري ګروپ له هغه وروسته غونډه وکړه چې د ويکي ليکس له خوا يې د سويډن او برتانيې پر خلاف په ۲۰۱۴م کال کې شکايت تر لاسه کړ.

ويکي لیکس په سفارت کې د اسانژ پاته کېدل غير قانوني بللي وو او ويلي يې وو چې دی يو سياسي کډوال دی.

XS
SM
MD
LG