تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۴

د ماشوم "احمد وصیل" د وژنې په اړه د بشر حقونو د کمېسیون غبرګون

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په ارزګان کې د افغان ماشوم احمد وصیل وژنه د اسلامي او ټولو نړېوالو حقونو خلاف عمل ګڼي.

د بشرد حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د احمد وصیل له خوا وسله والو مخالفینو ته هیڅ ډول ګواښ نه و موجود نو ځکه یې وژنه د بشري حقونو خلاف عمل ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د حقونو یو شمېرافغان کارپوهان هم د وسله والو له خوا د افغان ماشوم احمد وصیل وژنه غندي وايي چې دا عمل په هیڅ ډول د توجیع وړ نه دی.

احمد وصیل هغه افغان دولس کلن ماشوم و چې د پلار تر وژل کېدلو وروسته یې د وسله والو پرضد وسله اخیستې خو اوس ـ اوس یې وسله په قلم بدله کړې وه.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د افغان ماشوم احمد وصیل له خوا وسله والو ته د کوم خطر نه موجودیت د ده لویه بې ګناهي ګڼي او وژنه یې په کلکو ټکو غندي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفیع الله بیدارد جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د نوموړي افغان ماشوم وژنه د اسلامي او ټولو نړېوالو قوانینو خلاف عمل دی.

ښاغلي بیدار زیاته کړه:

"دی مکتب ته په روان حالت کې له دنه هیڅ ډول خطر پېښ نه و، دا د اسلامي تعلیماتو، د شته قوانینو او د نړېوالو قوانینو او په ځانګړي ډول د هغه بشر پاله قوانیو په ضد کار دی چې د جنګ په حالت کې وضع شوی دي."

ښاغلي بیدارپه پوځي فعالیتونو کې د ماشومانو نه استفاده هم د ټولو نړېوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل ګڼي.

احمد وصیل هغه افغان ماشوم و چې کابو یو کال وړاندې یې د خپل پلار د غچ اخیستلو په هدف د وسله والو پرضد وسله پورته کړه، دی د خپل ولایت د سیمه ییزو امنیتي چارواکو له خوا د اتل په توګه وپېژندل شو، خو چې ټوپک یې په قلم بدل کړ او د ښوونځي لاره یې خپله کړه نو د خپلو ژمنیو رخصتیو په وروستۍ ورځ د وسله والو له خوا په ګولۍ وویشتل شو.

دغې وژنې چې پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې د ماشومانو د حقونو د یو شمېر فعالینو تند غبرګونونه هم راپارولي دي.

د ماشومانو د حقونو فعال عبدالودود افغان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"یو څوک چې په جګړه بوخت وي او بلاخره دې نتیجې ته ورسیږي چې جګړه د حقانیت لاره نه ده، دا وژل کېږي دا د ټولو اصولو خلاف کار دی او هرهغه چا چې دا کار کړی وي دا یو غیراسلامي او غیرانساني کار دی."

د احمد وصیل وژنه د بشري حقونو د یو شمېر نړېوالو بنسټونو له خوا هم غندل شوې او دا یې د بشري قوانینو خلاف عمل ګڼلی دی.

په افغانستان کې ماشومان تر ډېره د جګړې قربانیان دي او د بشري حقونو د چارو افغان کارپوهان سپارښتنه کوي چې له ماشومانو څخه باید په جګړه کې کار وانه خیستل شي.

دوی د جګړې په ښکیلو غاړو غږ کوي چې ماشومان هدف ونه ګرځوي او د دوی خوندیتوب ته چې یو نړېوال اصل دی هم جدي پاملرنه وکړي.

اجمل تورمان

​
XS
SM
MD
LG