د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

د کرنې وزیر:خوست کې د بڼوالی او مالدارۍ په برخه کې پراخه کارونه پیلوو


د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر
د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د کرنې وزارت د چارواکو له خوا د خوست ولایت د مرکز په ګډون په درېیو ولسوالیو کې د بڼوالی او مالدارۍ ملي پروګرام پيل شو.

د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وايي چې د بڼوالی او مالدارۍ له ملي برنامې سربیره به د یاد ولایت په شپږو نورو ولسوالیو کې د کرنې د ودې پراختیا برنامه هم پلي شي.

د کرنې وزیر زیاتوي چې پدې دواړو برنامو له څلورو میلیونو ډالرو نیولې بیا د خلکو لیوالتیا ته په کتو تر څوارلسو میلونو ډالرو پورې لګښت کېږي چې د کرنې او مالدارۍ برنامه د نړیوال بانک او د کرنې د ودې د پراختیا برنامه د یو، کې، ایډUKAID په مالي لګښت پلي کېږي.

د کرنې وزیر چې د یاد وزارت د یو شمېر نورو چارواکو سره یو ځای خوست ته تللی وايي، د کرنې د ودې د پراختیا CARD-F په برنامه کې به د سبزیجاتو سړې خونې، د چرګوړو د تولید او د شاتو د مچیو فارمونه جوړ شي.

د کرنې وزیر وايي چې په نوې لمریز کال کې به یو نیم زر جریبه نویو باغونو او زر جریبه پخوانيو باغونو کې کار پیل شي:

"د باغدراۍ په بخش کې موږ دوه کاره سرته رسوو چې زر جریبه نوي باغونه به ایجادیږي او پنځلس سوه پخواني باغونه به له سره اصلاح او ورغول شي چې مجموعاً سږ کال به دونیم زره جریبه باغونو کې کار وشي."

د کرنې وزیر د لسو جریبو په اندازه د متراکمو او نیمه متراکمو د تجربوي باغونو د جوړولو خبره وکړه او ويې ویل چې دا باغونه په یو کال کې نیمه نتیجه او په دوو کلونو کې پوره نتیجه ورکوي او دوی به وویني چې په خوست کې يې نتیجه څرنګه ده؟

ده وویل چې بزګرانو ته د کرنیزو وسایلو د وېش په برخه کې، د محصولاتو د راټولو وسایل، کېمیاوي سرې او دواګانې په پنځوس سلنه تخفیف ورکول کېږي.

همدارنګه یاد وزارت پلان لري چې بڼوال د باغدارۍ له نویو طریقو او میتودونو سره بلد کړي.

دوی ته به بڼوالي، د میوو د افاتو او مرضونو د کنټرول، د کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې او د اوبو د مدیریت نوې طریقې وروښودل شي.

اسدالله ضمیر وړاندې وايي، د کرنې د ودې د پراختیا برنامه به، په نوي لمریز کال کې ب د خوست په شپږو ولسوالۍ کې تطبیق شي.

"موږ پلان لرو چې د سلو نه زیات ګرینډهاوس یا تجارتي سبز خانې جوړې کړو، د چرګانو یو فارم یجادوو چې ۱،۱۴ میلیونه القاح شوي تخمونو ظرفیت به ولري، د چرګوړو د ایستلو یو فارم به جوړ کړو چې د ۱،۸ میلیونه چرګوړو د تولید ظرفیت به لري، د ګوشتي چرګانو شل فارمونه جوړوو چې د ۶ سوه زره چرګوړو د تولید ظرفیت به لري."

د کرنې وزیر وویل چې په خوست کې د شاتو د مچیو د سلو فارمونو او د شاتو د پروسس او بسته بندي لپاره د یوې فابریکې د جوړولو پلان لري.

بل خوا خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې د ځنګولو د بیارغونې او په ځانګړي ډول د زڼغوځیو د پروسس او له خوسته يې بهرنیو هېوادونو ته د سوداګرۍ د اهمیت په باب خبرې وکړې.

خوست والي په یاد ولایت کې د زیتونو د ونو لپاره د مناسب اقلیم خبره وکړه او زیاته يې کړه، کچیرې د زیتونو اصلاح او د نویو نیالګیو کېنولو ته توجه وشي، نو خوست کې به يې نتیجه ښه ثابته شي.

همداشان د کرنې د وزیر لخوا د اتلسو میلیونو افغانیو په لګښټ په خوست ښار کې کې د میلمه کوټ باغ د بیارغونې کارونه هم پیل شول.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG