تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۴

اوباما:په امریکا کې د مسلمانانو پرضد د تبلیغاتو مخه دې ونیول شي

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې په امریکا کې د مسلمانانو پرضد تبلیغات زیات شوي او مخه یې باید ونیول شي.

بارک اوباما دا خبرې تیره ورځ د بالتیمور ښار ته څیرمه په یوه اسلامي مرکز کې وکړې. اوباما د قران کریم او د امریکا د تاریخ په استناد خلک زغم ته راوبلل. ده وویل، موږ باید هغه سیاست وغندو چې پر تعصب ولاړ وي او یا د دین په نوم خلک په نښه کوي.

په سپینه ماڼۍ کې د اووه کلنې واکمنۍ په موده کې دا لومړی ځل و چې اوباما په امریکا کې یوه جومات ته ورغی او هلته یې مسلمانان مخاطب کړل او ویې ویل:

"د ټولو امریکایانو په څیر تاسو د ترورېزم ګواښ ته اندیښنه لرئ، خو د دې سربیره، تاسو د امریکا مسلمانان یو بل تشویش لرئ او په ټولیز ډول ستاسو ټولنه ډیر کله د څو محدودو کسانو په خاطر هدف ګرځي یا د تشدد لپاره ملامته ګڼل کیږي."

بارک اوباما تر وینا مخکې د مسلمانانو له یو شمېر دیني عالمانو سره هم وکتل.

کله چې تیره ورځ اوباما د بالتیمور په لویدیځ کې یوه ښوونځي ته ورسید یو شمیر کسانو اعتراضي غونډه جوړه کړې وه او دوی د اسلام پرضد شعارونه ورکول.

په امریکا کې له ډسمبر راپه دې خوا چې په کالیفورنیا کې او بیا په پاریس کې افراطي مسلمانانو خلک ووژل د اسلام ضد هلې ځلې زیاتې شوې دي.

د کالیفورنیا تر پیښې وروسته په فلادلفیا کې یو چا جومات ته د خنځیر سر په پوسته کې استولی و بیا په کالیفورنیا کې له جومات سره ډزې وشوې. اوس د امریکا د ولسمشرۍ په روانو انتخاباتي مبارزو کې هم د مسلمانانو پرضد شعارونه ورکول کیږي.

د جمهوري غوښتونکو یوه مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ په نومبر کې په ښکاره د مسلمانانو په مخالفت خبرې وکړې چې بیا د دواړو ګوندونو ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له لورې رد شوې.

یوه میاشت وروسته بیا ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې مسلمانان دې امریکا ته له داخلیدو منع شي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په خپلو خبرو کې ډونالډ ټرمپ یا بل سیاستوال یاد نه کړ، خو ټینګار یې وکړ چې د مسلمانانو پرضد باید تبلیغات ونه شي، ده وویل:

"موږ یوه امریکایي کورنۍ یوو، کله چې د دې کورنۍ هره برخه د بیلتون احساس وکړي، یا ځان ورته دوهمه درجه ښکاره شي، یا هدف وګرځي، زموږ د ټول ملت اوښکي ورسره څڅیږي."

د امریکا ولسمشر په عین وخت کې د مسلمانانو پر مشرانو غږ وکړ چې د سخت دریځو له لورې د اسلام د افراطي تعبیر پرضد ښکاره تبلیغ وکړي.

​
XS
SM
MD
LG