د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

بارک اوباما د لومړي ځل لپاره په امریکا کې یوه جومات ته ځي


بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه په خپله اووه کلنه دوره کې د لومړي ځل لپاره نن یوه امریکایي جومات ته ځي.

نوموړی غواړي په دې ډول د مسلمانانو په وړاندې د جمهوري غوښتونکو د سختو انتخاباتي شعارونو په تړاو یو متقابل سمبولیک عمل ترسره کړي.

ټاکل شوې ولسمشر اوباما د بالتیمور د مسلمانانو ټولنې جومات ته په هلیکوپټر کې سفر وکړي او د هغې ټولنې له مشرانو سره به د لیدو وروسته وینا وکړي.

د امریکا ولسمشر چې بشپړ نوم یې بارک حسین اوباما دی او نیکه یې د اسلام دین منلی، نن د فبرورۍ دریمه په هغه هېواد کې د بالتیمور د مسلمانانو ټولنې جومات ته ورځي.

که څه هم نوموړی تر دې وړاندې په مالېزیا، اندونېزیا او مصر کې جوماتونو ته ورغلی، خو دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې دننه د مسلمانانو عبادت ځای یا جومات ته ورځي.

بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې چې نوی د ولسمشر په توګه انتخاب شوی و، د مصر پلازمېنې ته یې سفر کړی و او له اسلامي نړۍ سره یې د نوي پیل غږ کړی و.

د اوباما د بهرنۍ پالېسۍ اجنډا تر ډېره پر دې متمرکزه ده چې له اسلامي هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي.

له ایران سره د اټمي تړونه نیولې بیا له اندونېزیا سره د اړیکو پیاوړتیا او په عراق او افغانستان کې د جګړو ختمول یې لومړیتوبونه جوړوي، خو بل لور دغه هڅې یې په افغانستان، عراق، لېبیا، پاکستان، سومالیا، سوریې او یمن کې له تندلارو وسله والو ډلو سره د پرله پسې مقابلې او پوځي حملو په نتیجه کې بریالۍ نه برېښي.

په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱ کال تر بریدونو شپږ ورځې وروسته هغه مهال د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واشنګټن د اسلامي مرکز د لیدو پر مهال اسلام د سولې دین بللی و.

اوس د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ هغه هېواد ته د مسلمانو کډوالو پر ورتګ د بندیز غوښتنه کړې ده.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنېسټ ویلي چې اوباما به په خپله ټولنه کې د مسلمانو امریکایانو د مهمې ونډې په اړه بحث وکړي او دا به په ډاګه کړي چې امریکایان باید وکولای شي په هره هغه طریقه چې دوی ته ښه برېښي خپل عبادات وکړي.

ارنېسټ زیاتوي دغه مسلمانان باید د هېڅ چا له خوا په نښه او یا سپک نه شي.

ټاکل شوې ولسمشر اوباما خپلې هغې څرګندونې بیا تکرار کړي چې وایي، د داعش په څېر ډلې نه شي کولای د مسلمانانو د لوی اکثریت استازیتوب وکړي.

دغه راز تمه ده چې اوباما پر مسلمانو مشرانو غږ وکړي چې له افراطیت سره مبارزه وکړي.

په امریکا کې دا مهال شاوخوا ۳،۳ میلیونه مسلمانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG