د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۵۶

مستغني: د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف په نیک فال نیسو


د بهرنیو چارو وزارت د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف سره د افغانستان یو ځای کېدل په دغه هېواد کې د یادې ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره یو مهم اقدام بولي.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مسغتني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا به د نړۍ په کچه له داعش سره مبارزه همغږي کړي.

خو د چارو کارپوهان وایي، په عراق او سوریه کې د داعش ډلې پر وړاندې د نړیوال ائتلاف مبارزې ته په کتو، په افغانستان کې هم د دغه ائتلاف د مبارزې د مثبتو نتیجو تمه نه کېږي.

د داعش پر ضد نړیوال ائتلاف سره د افغانستان یو ځای کېدل به دغه هېواد ته دا فرصت ورکړي څو په خپله خاوره کې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره له نړیوالو ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه ټکي ته په اشارې سره وویل چې دغه ائتلاف به له داعش سره چې تر ډېره د افغانستان په ختیځ کې فعالیت لري، مبارزه همغږې کړي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"افغانستان د نړیوال ائتلاف رامنځته کېدل د داعش له ترورېستي ډلې سره د مبارزې لپاره د هېوادونو او نړیوالې ټولنې د همغږۍ مبارزې د اړتیا له مخې په نیک فال نیسي."

له داعش سره د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ له نړیوال ائتلاف سره د افغانستان د ګډون اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د سې شنبې په ورځ د اېټالیا په پلازمېنه روم کې وکړ.

نوموړي وویل، افغانستان دا پرېکړه د هغو ستونزو پر اساس کړې چې ورسره مخامخ دی.

په دغه ائتلاف کې چې امریکا یې مشري کوي، شاوخوا ۶۶ هېوادونه غړیتوب لري.

د امریکا د دفاع وزارت شاوخوا دوه اوونۍ مخکې خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه څو په افغانستان کې دغه ډله وځپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډله چې "داعش خراسان" نومېږي په تور لېست کې شامله کړي او په وروستي مورد کې امریکایي ځواکونو په ننګرهار کې د دغې ډلې د راډیویي خپرونو مرکز له منځه یووړ.

له دې مخکې د ترورېزم پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو ائتلاف کې هم افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شوه. خو افغان حکومت لاهم په دې اړه خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې.

اخوا د سیاسي او پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني په افغانستان کې د طالبانو ګواښ د داعش په پرتله جدي بولي او وایي چې افغان حکومت باید هغه ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی ټینګار کوي چې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف عملیاتو په عراق او سوریې کې ډېر څه نه درلودل او ښایي په افغانستان کې هم له دغې ډلې سره یې مبارزه ډېره ګټه ونه کړي.

ښاغلي کوهستاني زیاته کړه:

"د هغو تجربو له مخې چې دغه ائتلاف په سوریې او عراق کې درلودې، د ائتلاف د غړو هېوادونو د شمېر له زیاتوالي سره سره، زه دا ډېر مهمه نه ګڼم چې افغانستان د دغه نړیوال ائتلاف غړیتوب تر لاسه کړي."

ښاغلی کوهستاني وایي، افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې په خپله خاوره کې د داعش ډله وځپي خو ټینګار یې دا دی چې دغه ځواکونه باید د نړیوالې ټولنې له خوا په لازمو وسایلو مجهز کړای شي.

نوموړی سپارښتنه کوي چې افغان حکومت باید له ترورېستي ډلو سره د مبارزې لپاره خپل لومړیتوبونه ولري او په خپله ستراتېژي جوړه کړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG