د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ترکیې ته ولاړ


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه د خبرو په هدف ترکیې ته ولاړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی اتمر به په دې سفر کې د ترکیې د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو سربېره د دغه هېواد د استخباراتو له رئیس او له یو شمېر نورو ترکي چارواکو سره لیده کاته وکړي.

د سیاسي اړیکو پراختیا، له ترورېزم سره جدي مبارزه او له افغان امنیتي ځواکونو سره د ترکیې د مرستو ادامه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د ترکي چارواکو د خبرو مهم ټکي او اجنډا جوړوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حنیف اتمر په دوه ورځېني سفر انقرې ته تللی او له داعش سره د مبارزې د څرګنوالي په اړه به له ترکي چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی غورځنګ وايي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل ترکي سیال په بلنه هغه هېواد ته سفر کړی دی.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه دوه ورځېني سفر ترکیې ته روان شو، د دې سفر هدف د سیاسي اړیکو پراختیا، له ترورېزم سره جدي مبارزه او له افغان امنیتي ځواکونو سره د ترکیې د مرستو پر دوام خبرې دي."

ښاغلی غورځنګ وايي، محمد حنیف اتمر به په دغه سفر کې د ترکیې د کورنیو چارو او دفاع له وزیرانو، د دغه هېواد د استخباراتو له رئیس او له یو شمېر نورو ترکي چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

ښاغلی اتمر ترکیې ته په داسې حال کې سفر کوي چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې داعش خپل فعالیتونه پراخ کړي او افغانستان تازه د داعش پرضد د مبارزې په نړېوال ایتلاف کې شامل شوی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ناامنۍ هم زیاتې شوي او د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین هېوادونه هڅه کوي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ سوله وکړي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د ترکیې او افغانستان اوږد مهاله پوځي اړیکو او اوس مهال په سیمه کې د ترکیې مطرح رول ته په کتو یاد هېواد کولای شي په پوځي برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د امنیتي چارو کارپوه باري عارض په دې اړه وايي:

"که افغان چارواکي ترکیه دې ته وهڅوي چې له افغانستان سره خپلې پوځي مرستې پراخې کړي، ترکیه زیات امکانات لري او ځواکمن هېواد هم دی کولای شي له افغانستان سره ګټورې مرستې وکړي."

په تېرو څو کلونو کې ترکیې له افغانستان سره په امنیتي برخه کې بېلابېلې مرستې کړي او په سلګونه افغان پولیسو ته یې په خپله خاوره کې مسلکي زده کړې ورکړې دي.

همدرانګه ترکیي سرتېري په افغانستان کې د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت لري.

افغان امنیتي کارپوه باری عارض ټینګار کوي چې افغان حکومت له ترکیې سره خپلې دوستانه اړیکې لاپسې پياوړې کړي او انقره دې ته وهڅوي چې له کابل سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG