تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۳۸

راتلونکو کلونو کې به زرګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معنیت وايي، تر راتلونکو څو کلونو به سلګونو زرو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د ځوانانو چارو معین کمال سادات د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ځوانانو عمومي وضعیت ښه نه دی خو دوی هم په دې برخه کې غلي نه دي ناست.

کمال سادات وايي، په افغانستان کې دننه له بېلابېلو وزارتونو او په بهر کې د افغانستان له ځینو سفارتونو سره یې په ګډه داسې هڅې پیل کړي چې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

که څه هم په افغانستان کې ځوانان د نورو ګڼو ستونزو سربېره د بې کارۍ له جدي ستونزې سره مخامخ دي خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت په دې برخه کې د ځینو اقداماتو خبره کوي .

د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د نوي فکر بهیر په پرانیست غونډه کې ژمنه وکړه چې ځوانانو ته به د مناسبو کاري فرصتونو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کوي .

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"په راتلونکو څو کلونو کې به موږ د افغانستان دننه او بهر سلګونو زرو افغانانو ته د کار زمینه برابره کړو، په دې اړه له اړوندو وزارتونو سره په بهر کې زموږ له سفارتونو او نورو هېوادونو سره خبرې اترې روانې دي ."

په افغانستان کې د مخ پر خرابېدونکي امنیتي او اقتصادي وضعیت له کبله هره ورځ سلګونه تنه ځوانان په ډېرو خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته د ښه ژوند په هیله د تګ زړه کوي .

د خپرو شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د نوې حکومت له رامنځته کېدو راهیسې ۱۵۰ زره کسان له افغانستان څخه وتلي او لاهم دغه لړۍ روانه ده.

په ورته وخت کې د ځوانانو لپاره د نوي فکر بهیر مسؤلین وايي چې د ځوانانو د بېلابېلو ټولنیزو ستونزو د اواري په هدف یې دغه بهیر جوړ کړی دی.

د دغه بهیر مشر جمشید صوفي زاده وايي له نورو ځوانانو سره به په ګډه د یوې با ثباته ټولنې د درلودلو لپاره له هېڅ ډول سرښندنې دریغ ونکړي.

ښاغلي صوفي زاده زیاته کړه:

"د اباد پرمختللي افغانستان درلودل زموږ روښانه لید لوری دی نو ځکه موږ د تعلیمي، فرهنګي او اجتماعي ظرفیت د لوړېدو په موخه د نوي فکر بهیر جوړ کړی دی."

د نوي فکر د بهیر غړي محمد عارف سمسور بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له هر څه وړاندې د ځوانانو د عامه پوهاوي په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي سمسور وویل:

"ځوانانو ته به سیمینارونه جوړ کړو لکه څنګه چې مو مخکې د اساسي قانون څخه د پوهاوي په برخه کې سیمینار ورکړی، که چېرته ځوانان له قانون څخه خبر وي ټولنه د خوشبختۍ پر لور ځي او بدبختۍ له منځه ځي."

له ځوانانو بهر ته په غیر قانوني توګه د نه تګ غوښتنه تازه خبره نه ده او وړاندې تر دې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د حکومت بېلابېلو چارواکو دغه غوښتنه تکرار کړې خو ترڅنګ یې دا ژمنه هم کړې چې ځوانانو ته به په هېواد کې مناسب کاري فرصتونه برابر کړي خو لاهم هره ورځ لسګونه ځوانان په غیر قانوني توګه له هېواد څخه تښتي.

دا په داسې حال کې ده چې جرمني چې کوم ګڼ شمېر افغان کډوالو پناه وروړې ده اعلان وکړ چې په خپلې خاورې کې ټولو افغانانو ته پناه نه شي ورکولای او دوی باید بېرته خپل هېواد ته راشي.

راپور: محمد حدیث پردېس

​
XS
SM
MD
LG