د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

فخري: فساد په دومره کچه نه دی چې د مرستو د بندېدو لامل شي


د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست سید حسین فخري
د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست سید حسین فخري

د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره وايي چې په دغه هېواد کې فساد په دومره کچه نه دی چې د نړیوالو مرستو د بندېدو لامل شي.

د دې ادارې سرپرست د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د فساد په اړه اندېښنې شته چې باید د کمولو لپاره یې ګډ کار وشي.

د افغانستان د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره ټینګار کوي چې په دغه هېواد کې د فساد سره مبارزه د نړیوالو او مسؤلو ملي ادارو جدي همکاری ته اړتیا لري.

د دې ادارې سرپرست سید حسین فخري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې ټولو سره په افغانستان کې اداري فساد هومره نه دی چې د نړېوالې ټولنې مرستې دې په بشپړه توګه قطع کړي.

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"په افغانستان کې اداري فساد په هغې اندازې نه دی چې په بشپړه توګه د اروپايي هېوادونو او نورو نړیوالو ادارو د کومکونو مخه ډب کړې، غوره دا ده چې اروپايي ټولنه په خپلې همکارۍ له اړونده مسؤلو ادارو سره کار وکړي چې زموږ په ادارو او پراختیایي بنسټونو کې د فساد زمینې کمې کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازي ویلي چې په افغانستان کې د فساد لوړ میزان له دغه هېواد سره د نړیوالې ټولنې مرستې ګواښي.

د دې ټولنې په اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې د فرانز مایکل مېلېبن له قوله راغلي چې د فساد په وړاندې د افغان حکومت اقدامات ډېر نا څيزه او سست وو.

دا په داسې کې ده چې د شفافیت د څار نړیوال سازمان په خپلې وروستۍ څېړنه کې چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې خپره شوه افغانستان د نړۍ درېیم فاسد هېواد یاد کړی دی.

خو له دې ټولو سره د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د نړیوالو ټولنې د مرستو قطع کېدل د فساد سره د مبارزې حل لار نه ګڼي.

د دې جرګې غړې شکریې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل چې د فساد د له منځه وړلو لپاره باید د مرسته کوونکو هېوادونو سره په همغږۍ د حل مناسبې لارې چارې ولټول شي.

اغلې بارکزۍ زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل او هغه هم له دې امله چې د اداري فساد د شتون له امله وي دا خپله په حقیقت کې فساد او بل کړکېچ منځته راولي، د اروپايي ټولنې څخه په دې اړه زموږ د خلکو اندېښنې ډېرې دي، خو ولې موږ چې د فساد قربانیان یو دویم ځل بیا قرباني ورکړو، زه موافقه یم چې په افغانستان کې فساد شته خو د دې سره مخالفه یم چې غواړي د کومکونو په کمولو سره دا فساد له منځه یوسي."

اغلی بارکزۍ وايي چې د فساد په وړاندې د مبارزې تر ټولو غوره طریقه دا ده چې حکومتوالي الکترونیکي شي او دولتي او غیر دولتي بنسټونو څخه د لګښتونو راپور موجود وي.

بلخوا د حکومت اجرائیه رئیس د شفافیت د څار نړیوال سازمان د راپور له خپرېدو وروسته ټینګار وکړچې په هېواد کې د فساد د له منځه وړلو لپاره جدي کار روان دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG