د ال غرفې په نوم یوې قطري موسسې د افغانستان د ښار جوړونې او د کرنې وزارتونو سره په بېلابېلو برخو کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درې تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر د چهارشنبې په ورځ په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې په دې مرستو کې ۴۰ میلیونه بلاعوضه او ۱۲۰ میلیونه د کرنې او کور جوړولو په برخو کې پانګه اچونه شامله ده.
قطري سوداګر شهزاده علي بن عبدالله وايي، لېوالتیا لري چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې نوره پانګونه هم وکړي.
د ال غرفې قطري موسسې مشر او سوداګر له خلیج هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
شهزاده علي بن عبدالله دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ښار جوړونې او کرنې وزارت سره د ۳ تړونونو د لاسلیک پر مهال وکړې.
شهزاده عبدالله دې ته په اشارې سره چې په راتلونکي کې به په افغانستان کې ځینې پروژې عملي کړي وویل:
"زه له خلیجه نور پانګه وال هم هڅوم څو راشي او افغانستان کې پانګونه وکړي. زه فکر کوم موږ د اوږد مهاله لپاره له افغانستان سره د ډېر څه کولو اراده لرو او له همدې امله به موږ هر کله راشو او په بېلابېلو برخو کې به ځینې پروژې عملي کړو."
د افغانستان د ښار جوړونې او کرنې وزارتونو او د قطر د ال غرفې موسسې مشر تر منځ د مرستې او پانګې اچونې په برخه کې د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت درې بېلابېل تړونونه لاسلیک شول.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې په دې مرستو کې ۴۰ میلیونه بلاعوضه او ۱۲۰ میلیونه د کرنې او کور جوړولو په برخو کې پانګه اچونه شامله ده.
د دې وزارت چارواکي همدارنګه زیاتوي چې د قطر ال غرفې غیر دولتي موسسې له خوا په بلاعوضه مرستو به په کابل ښار کې د شهیدانو د کورنیو وارثینو ته زر کورونه جوړ شي چې کار به یې په درېیو کلونو کې بشپړ شي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري وویل چې د قطر شهزاده په پام کې لري چې په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره په کابل ښار کې عصري هوټلونه، سوپر مارکېټونه او د اوسېدنې کورونه جوړ کړي.
ښاغلي نادري زیاته کړه:
"هغه څه چې موږ ته ډېر اهمیت لري، هغه افغانستان ته د پانګې اچونې راجلبول دي، کوښښ کوو چې د پانګې اچونې په برخه کې شفافیت رامنځته کړو، کله چې قطري پانګوال وهڅول شي، دوی نور سوداګر هم تشویق کوي، دا یو نېک ګام دی، هیله من یو چې په دې برخه کې نور قدمونه هم اوچت شي."
ښاغلي نادري بشپړ ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به د پانګې اچونې په برخه کې اسانتیاوې او شفافیت رامنځ ته کړي.
شهزاده علي بن عبدالله همدارنګه په فراه ولایت کې د کرنې د پراختیا په برخه کې شل میلیونه ډالره مرسته کوي.
د قطر شهزاده وايي چې هېواد یې په تېرو ۴۰ کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي توګه په فراه کې د بیارغونې په چاروکې د پام وړ مرستې کړي دي.
د تړون د لاسلیک لپاره په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مشر مصطفی ظاهر وویل، قطر په پام کې لري په راتلونکي کې په افغانستان کې د ۱،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
راپور: رحمت الله افغان