د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

طالبان په بدخشان کې د کانونو د کېندنو له لارې مالي امکانات برابروي


په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‎وال
په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‎وال

د کندز امنیتي چارواکي وايي، وسله وال طالبان په بدخشان کې د کانونو د غیر قانوني کېندنو له لارې مالي امکانات ترلاسه کوي.

په کندز کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه‎وال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په بدخشان کې وسله وال مخالفین هڅه کوي څو هغو سیمو ته لاسرسی پيدا کړي چې هلته کانونه موجود وي، څو د کانونو د کېندلو له لارې مالي امکانات ترلاسه کړي.

ښاغلي کامه وال زیاته کړه:

"په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان دی همدارنګه په کران و مُنجان ولسوالۍ کې د لاجوردو کان او داسې نور کانونه موجود دي او دښمن کوښښ کوي چې طبیعي زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي او په ناقانونه ډول یې استخراج کړي او له ځانونو سره یې یوسي."

کامه‎وال زیاتوي چې اوس مهال په دغه ولایت کې شپږ سیمې له لوړ امنیتي ګواښ او پنځه سیمې له منځني امنیتي ګواښ سره مخامخ دی.

نوموړي همداراز وویل چې یو شمېر مافیايي کړۍ او زورواکي هم د وسله والو طالبانو په تمویل او تجهیز کې رغنده رول لري.

ښاغلی کامه وال وايي:

"د راپورونو له مخې په یو شمېر نا امنو سیمو کې د مخدره توکو د تولید فابریکې موجود دي، نو هرو مرو سیمه ییز قاچاقبران او نړیوالۍ مافیايي ډلې هڅې کوي چې سیمه نا امنه کړي، څو خپلو غیر قانوني فعالیتونو ته زمینه برابره کړي."

هغه زیاته کړه چې دا مهال په بدخشان کې څه باندې زر تنه وسله وال طالبان همدارنګه څه باندې ۲۰۰ تنه بهرني وسله وال فعاله حضور لري.

په ورته وخت کې په کندز کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان جنرال محي الدین غوري بیا وايي چې اوس مهال د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې ادامه لري او د پسرلي رارسېدو نه مخکې د دې ولایت د یُمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو په هدف هم عملیات پیلېږي.

ښاغلي غوري زیاته کړه:

"موږ کوښښ کوو چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله وانه وړي، ځکه موږ دښمن وينو چې د خلکو په کورونو کې پټ دي، یا په ټولګټو تأسیساتو کې پټ ناست دي او دا به انصاف نه وي چې موږ د یو او پنځه نفرو دښمنانو په خاطر د ولسوالۍ تعمیر وېجاړ کړو، ځکه د هغې پر ودانۍ باندې په لکونه افغانۍ لګول شوي دي."

غوري وویل چې وسله والو مخالفینو او بهرنیو ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په دې ولایت کې طبیعي زېرمې په خپل سر وکېندي او غلایې کړي.

باید وویل شي چې څه باندې څلور میاشتې شوي چې د یُمګان او د وردوج ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي او د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې اوس مهال له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دي.

بدخشان په شمال ختیځ زون کې موقعیت لري او یو غرنی او سمسور ولایت دی همدارنګه د طبیعیي زېرمو له اړخه یو غني ولایت دی، لکه د سرو زرو، لاجوردو، لعل، زمرد، بېروج او داسې نور کانونه په کې موجود دي او له پاکستان، چین او تاجکستان سره ګډه پوله لري.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG