د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

"افغان ځواکونه یوازې په ډنډ غوري کې پوځي عملیات کوي"


په ولسي جرګه کې د بغلان یو شمېر استازي وایي؛ دولت تر اوسه یوازې خپل پوځي عملیات پر ډنډغوري متمرکز کړي او نورو سیمو ته یې نه دي غځولي.

که د بغلان امنیتي حالت کنټرول نه شي؛ نو دا به راتلونکې پسرلۍ د دولت او خلکو لپاره په یوه سرخوږي بدل شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان یو شمېر استازي د همدې مطلب په څرګندولو سره وایي چې دا مهال وسله وال د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین نه سربیره د دغه ولایت په بغلان مرکزي؛ بورکې، د کیله ګي په ځينې سیمو او تاله او برفک کې تحرکات لري.

د ولسي جرګې استازي محمد عظیم محسني د سې شنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې اوس یوازې پوځي عملیات په ډنډ غوري کې دي او لا نورو سیمو ته نه دي غځول شوي:

"هلته عملیات یوازې په ډنډ غوري کې کېږي او ډنډ شهاب الدین چې د کندز او بغلان تر منځ لارې کې پرته سیمه ده؛ هلته تر اوسه دوی اقدام نه دی کړی. زموږ غوښتنه دا ده چې کله هم دوی اقدام کوي؛ نو ملکيانو ته پام وکړي څو زیان ور و نه رسیږي."

نوموړی وایي، مخکې تر دې چې په ډنډ غوري سیمه کې پوځي عملیات پیل شي وسله والو طالبانو له دغې سیمې څخه د بغلان نورو برخو ته تحرکات کول.

ډنډ شهاب الدین هم د پلخمري او کندز تر منځ لویې لارې ته نږدې سیمه ده چې په کې د جګړو له امله کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا پایې نړول شوي او ویل کېږي چې لا هم په کې د دولت له خوا عملیات نه دي پیل شوي.

ولسمشر محمد اشرف غني یوه اونۍ مخکې په بغلان کې د تصفیوي عملیاتو امر وکړ اواوس د لوی درستیز د مرستیال مراد علي مراد په مشرۍ هلته پوځي عملیات دوام لري.

په دغه سیمه کې څلور میاشتې مخکې د دولت او سیمه ییزو خلکو تر منځ د جګړو د بندیدو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک شو چې دې کار یو شمېر عکس العملونه هم راوپارول.

خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش بیا دا خبره نه مني او وایي چې افغان ځواکونو هم په ډنډ غوري او هم ډنډ شهاب الدین کې عملیات پیل کړي دي:

"په اکثرو سیمو کې چې دښمن تخریبي اعمال کول، د ملي اردو ځواکونه هلته حاکمیت لري. اوس لپاره ستونزه په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې ده چې په دواړو کې محاربوي فعالیت دوام لري."

خلک انتقاد کوي چې افغان ځواکونه تر عملیاتو وروسته د نیول شویو سیمو د ساتلو کوښښ نه کوي او همدا موضوع په نا امنو سیمو کې د امنیت د نه ټینګیدو یو ستر لامل بولي.

د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمان خیل وایي؛ که چېرته افغان دولت په تصفیه شویو سیمو کې ځواکونه ځای پر ځای نه کړي نو دا ډول عملیات به بې ګټي وي.

XS
SM
MD
LG