د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

فارلانډ: په عراق کې وسله والو ته ماته وخت ته اړتیا لري


د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړی چارواکی جنرال سېن مک فارلانډ
د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړی چارواکی جنرال سېن مک فارلانډ

د امریکا پوځ وايي، په عراق کې د وسله والو ماتې وخت ته اړتیا لري، خو په سوریه کې پنټاګون دا مبارزه "پېچلې" بللې ده.

د امریکا د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي جنرال سېن مک فارلانډ پرون دوشنبې په یوه خبرې غونډه کې وویل، عراقي ځواکونو د رمادي په بیرته نیولو کې خپله وړتیا وښودله.

د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړېوال ایتلاف د هوايي بریدونو قومندان په وروستیو جګړو کې د عراقي ځواکونو پر وړتیا ډاډ څرګند کړی او وايي، په عراق کې دښمن ماتې خوري.

خو جنرال سېن مک فارلنډ وايي، په سوریه کې د وسله والو پر ضد مبارزه او بریالیتوب ته رسیدل تر هغه څه پیچلې دي چې فکر یې کیده.

نوموړي په عراق کې د رمادي بیرته نیولو ته په اشارې د عراق د امنیتي ځواکونو د توانايي په اړه وویل:

"کله مو چې رمادي بیرته ونیوه دا ثابته شوه چې عراقي ځواکونه د عمل وړتیا لري. دا مهارت لري چې دښمن ته د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي او دا یوه څرګنده نښه ده چې په عراق کې دښمن ماتې خورې خو یو څه وخت ته اړتیا ده."

جنرال سېن مک فارلنډ د امریکا په مشرۍ د هوايي بریدونو د هغه ایتلاف مسول دی چې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې پر اهدافو هوايي بریدونه کوي.

نوموړی وايي، تر اوسه پورې د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو لاره ناڅرګنده ده.

د نوموړي په وینا کله چې د رقه ښار بیرته ونیول شي ښايي د سوریې د کړکیچ د پای ته رسولو لپار پیل وي.

رقه هغه ښار ته چې په سوریه او ان ټوله نړۍ کې یې د داعش د اصلي مرکز په نوم یادونه کیږي.

تر اوسه پورې له داعش وسله والې ډلې څخه د دې ښار د بیرته نیولو لپاره هڅو کومه پایله نه درلوده.

خو جنرال سېن مک فارلنډ په دې باور دی چې رقه ښار به د اسلامي دولت د وسله والې ډلې د وروستي مرګ ځای وي.

دا امریکايي جنرال دا څرګندونې له عراقه د یو ویډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې راټولو شوېو خبریالانو ته کولې.

د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف د ۲۰۱۴ میلادي کال د اګست له میاشتې په عراق کې د داعش پر اهدافو هوايي بریدونه پیل کړي او تر اوسه پورې یې په بېلابېلو سیمو کې د داعش پر مرکزونو لسګونه هوايي بمبارۍ کړي.

XS
SM
MD
LG