تازه خبر
دوشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۲

د برېښنا نه شتون کابل ښاریان له ستونزو سره مخامخ کړي

کابل ښاریان وايي بې برقۍ له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي او باید حکومت په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

کابل ته له ازبکستانه د وارداتي برښنا له پرې کېدو شااوخوا یوه اونۍ اوړي او دغې چارې کابل ښاریان له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د کابل ښار ځینو اوسېدونکو د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر حکومت انتقاد وکړ چې حکومت په کابل کې د بې برقۍ په اړه یې تراوسه جدي ګام نه دی پورته کړی.

دوی په کابل کې د برښنا نه موجودیت د نورو ډېرو ستونزو زېږنده ګڼي او غوښتنه یې دا ده چې حکومت دې له ځنډ پرته دغه ستونزه حل کړي:

"۱- د برق نه موجودیت خلکو ته لویې ستونزې پیدا کوي؛ د چا به مریضان او د چا به بل مشکل؛ برق خو ډېر ضروري شی دی.

۲- همدا نن دومره ضرورت لرم چې بیخې زیات؛ خو برق نشته له حکومته مې غوښتنه دا ده چې دا مشکلات حل کړي."

له شاوخوا اونۍ راهېسې د کندز بغلان پر لویه لاره د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برښنا یوه پایه ویجاړه شوه چې افغان حکومت یې پړه پر طالبانو واچوله؛ خو طالبان بیا دا نه مني چې ګواګې دوی په دغه سیمه کې د برېښنا پایه ویجاړه کړې ده.

طالبانو په خپل نوي پيغام کې ویلي چې دوی د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې د برښنا د ستنو د امنیت ټینګښت ته ژمن دي؛ خو افغان امنیتي چارواکي د طالبانو دا خبره بې اساسه بولي.

په ورته وخت کې د افغانستان د برښنا شرکت چارواکي هم د خلکو ستونزې مني؛ خو وايي، د امنیتي ستونزو له کبله په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د ویجاړې شوې پایې د رغېدو چارې په ټپه درېدلي دي.

د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې په سیمه کې د امنیت له ډاډمنېدو وروسته به سملاسي ویجاړه شوې پایه ورغوي:

"متاسفانه تراوسه یې موږ ته احوال نه دی راکړی؛ زمونږ کارمندان چې هرکله هلته مراجعه کوي؛ وايي، تاسو منظر شئ لا تراوسه یې موږ ته ساحه نه ده تسلیم کړې؛ هرکله چې یې موږ ته ساحه تسلیم کړه؛ موږ په اتو ساعتونو کې دغه ستونزه حل کوو."

دا چې امنیتي ځواکونو د ویجاړو شوو پایو په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره څه کړي؟ په دې اړه مو د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وپوښته.

ښاغلي صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې ژر به په ډنډ شهاب الدین کې د برېښنا د ویجاړې شوې پایې د رغېدو زمینه برابره کړي:

"موږ نن هم کوشش کوو خپل عملیات لرو څو د دې زمینه برابره شي چې پایه جوړه شي؛ زموږ عملیات شته، خو دا نشم ویلای چې دغه عملیات به څومره وخت ونیسي؛ خو زموږ ټول تمرکز د پایې پر جوړولو دی."

د چارواکو د مالوماتو له مخې که څه هم افغانستان د برښنا د تولید لپاره پراخي طبیعي زیرمې لري؛ خو لاهم هر کال له دوه سوه میلیونو ډالرو څخه ډیرې پیسې د وارداتي برښنا د پیرلو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ورکوي او په افغانستان کې د کاریدونکې برېښنا نوي سلنه وارداتي برښنا ده.

له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني او د حکومت نورو چارواکو ویلي؛ هڅه یې دا ده چې د هېواد دننه د برښنا بندونه جوړ او د تولیدي برښنا ظرفیت لوړ کړي.

راپور: حدیث پردېس

​
XS
SM
MD
LG