د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

بیدار: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لاکمزوری شوی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېر یوه کال کې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا کمزوری شوی دی.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار پرون (جمعه) ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د خلکو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ښځو پر ضد روان تشدد؛ په جګړه کې ملکي تلفات، پر قانون د تېري کوونکو لپاره معافیت او له مجازاتو د هغوی خوندیتوب؛ شکنجې او صحرايي محاکمې هغه موارد ګڼي چې په دې هېواد کې یې د بشري حقونو حالت کمزوری کړی دی.

رفیع الله بیدار وویل چې د بشري حقونو وضعیت یوازې د خبرپاڼو په خپرولو نه شي ښه کېدلای بلکه د ملاتړ لپاره یې باید جدي ګامونه پورته شي.

بیدار پر حکومت ږغ وکړ چې د اساسي قانون د موادو عملي کولو ته خپل تعهد څرګند کړي او د خلکو حقونه خوندي کړي:

"موږ دې ته ګورو چې نوی حکومت په اعلامیو او رسمي ابلاغیو کې ژمنتیا څرګندوي؛ خو موږ عمل ته منتظر یو. د بشري حقونو حراست لپاره د دولت مکلفیت ډېر اوچت دی او دا باید په عمل کې هم وښودل شي او د خلکو په ژوند کې تغیر راشي. څو د بشري حقونو فعالین هم ډاډ پيدا کړي چې بشري حقونه شاته تګ نه کوي؛ بلکه پرمختګ کوي."

د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) د ۲۰۱۵ میلادي کال په رپوټ کې د افغانستان په اړه لیکلي چې د سیاسي انتقال په اړه بې باورۍ او د وسله والو طالبانو د فعالیتونو پراختیا په دې هېواد کې د بشري حقونو درناوی کم کړی دی.

دا سازمان وايي، د هغو امنیتي مامورینو پر وړاندې چې پر بشري حقونو په تېري او شکنجه کې لاس لري؛ له معافیته کار اخیستل شوی، د ښځو پر حقونو او ازادیو او د بیان پر ازادۍ حملې زیاتې شوي او ملکي خلک په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بشري حقونو د څارنې د نړېوال سازمان د دې رپوټ له هغو مواردو سره موافقه څرګنده کړې چې د وسله والو طالبانو له لوري د خلکو پر بشري حقونو د تېریو یادونه په کې شوې ده.

خو د ارګ خبرپاڼه د بشري حقونو د څارنې د نړېوال سازمان په رپوټ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا د شکنجو او د خلکو د حقونو د نقض په اړه وايي:

"ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته فرمان ورکړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او د خلکو له حقونو دفاع وکړي."

په خبرپاڼه کې دې ته هم اشاره شوې چې ولسمشر غني څه موده وړاندې د کورنیوچارو وزارت ته د غیر مسوولو وسله والو کسانو او ډلو د فعالیت د مخنیوي سپارښتنه وکړه او د سیمه ییزو پولیسو فعالیت یوازې د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې اجازه لري.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر خبرپاڼه د ښځود حقونو د وضعیت په اړه وايي چې د کابینې څلور وزارتونه؛ څلور معینیتونه، یو شمېر سفارتونه او ځينې نورې لوړې چوکۍ ښځو ته ورکړ شوې دي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېر یوه کال کې په صحرايي محاکمو کې د ښځو محکومېدو؛ د ښځو سنګسار او وژنو ته په اشاره؛ پر حکومت ږغ وکړ چې دې مسئلې ته جدي پام وکړي او عاملین یې مجازات کړي.

XS
SM
MD
LG