د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

بلخي: د افغان کډوالو قضیې باید له تبعیضه پرته بررسي شي


د افغانستان د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د اروپايي ټولنې له پلاوي غوښتي چې د افغان کډوالو قضیې دې د افغانستان د موجوده امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره وڅېړي.

د غیرقانوني مهاجرتونو او د انسان د قاچاق د مخنیوي لپاره ګډې هڅې؛ عامه پوهاوی او په ځینو ولایتونو کې خلکو ته د کار د زمینو برابرول هغه وړاندیزونه دې چې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د اروپايي ټولنې له پلاوې سره شریک کړي دي.

د دې وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل وايي چې د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د اروپايي ټولنې له پلاوي سره د کډوالو د ستونزو د حل او د مهاجرتونو د مخنیوي په مقصد، د دوه اړخیزې تفاهمنامې پر لاسلیک کولو او د کډوالو د قضیو پر معقولو څیړلو خبرې کړي دي.

ښاغلي میاخېل د جمعې په ورځ د یادې کتنې په هکله ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ بل وړاندیز دا و چې د افغانستان ناامنیو، د ژنیو کنوانسیون، د اروپايي ټولنې د بشري حقونو اعلامیې او د دې ټولنې کنوانسیون ته په کتو سره؛ د افغانانو قضېې باید له تبعیضه پرته بررسي شي؛ همدارنګه په پاې کې یو تخنیکي ټیم وګمارل شو چې د دوه اړخیز تفاهم لیک په اړه خبرې وکړي."

ښاغلي میاخېل داهم وویل، په دې کتنه کې له اروپا څخه د داوطلبو راستنېدونکو په اړه هم خبرې شوي چې د اروپايي ټولنې پلاوي په دې برخه کې د مرستو ژمنې کړي دي.

د اروپايي ټولنې پلاوی چې د دې ټولنې رييس، په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر او یوشمېر اروپايي چارواکي په کې وو؛ د تېرې چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د کډوالو چارو له وزیر سره وکتل او د ستونزو د حل لپاره یې؛ د مذاکراتو پر دوام او په دې برخه کې د یوې تفاهمنامې پر لاسلیک کولو خبرې وکړې.

په پام کې ده چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په نیت د روان میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د وزیرانو په سطح په بروکسل کې رسمي مذاکرات پیل شي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېر میلادي کال کې څه باندې دوه لکه افغانان له مختلفو لارو څخه د اروپا په نیت له هېواده وتلي دي.

د دې مهاجرتونه علت، په هېواد کې ناامني، بېکاري او اقتصادي ستونزې په ګوته شوي دي.

په عین وخت کې د ولسي جرګې د کډوالوچارو د کمیسیون ځینې غړي د کډوالو د ستونزو د حل لپاره دغه هڅې کافي نه ګڼي او تاکید کوي چې حکومت دې له هرڅه لومړی امنیت تامین کړي.

د دې کمیسیون غړې پروین دراني ازادي راډیو ته وویل:

"زما په نظر دا ډول تفاهمنامې هیڅ نتیجه نه ورکوي یوازینۍ لاره یې دا ده چې حکومت امنیت تامین او خلکوته د کارزمیني برابرې کړې؛ په دې صورت کې دغه ستونزه په خپله کمېږي."

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي؛ په پام کې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر کابل ته راشي او په جرمني کې د افغان کډوالو په اړه، د افغانستان د کډوالو چارو له وزیرسره خبرې وکړي.

افغان چارواکي وايي، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره له روانو هڅو سره - سره له هېواده د ځوانانو وتل روان دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG