د افغانستان د دفاع وزارت وايي د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې پیل شویو عملیاتو ښې نتیجې ورکړي دي.
که څه هم له کابو دوو کلونو راهیسې د بغلان ولایت د ډنډ غوري د سیمې ناامنیو خلک اندېښمن کړي؛ خو د افغانستان د د فاع وزارت وايي چې په سیمه کې یې د مخالفینو پر ضد عملیات پیل کړي او ښې نتیجې ترې اخیستي دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د بغلان ولایت په ډنډ غوري سیمه کې؛ د لوې په شپږ مه عملیات پیل شوي، اوس هم دوام لري او مخالفینو ته په کې د سرومال زیانونه اوښتی دی:
"د ډنډ غوري په سیمه کې له درې ورځو راهیسې عملیات روان دي؛ مخالفینو ته په کې د سرومال زیان اوښتی؛ عملیات په ډېر دقت سره پر مخ ځي چې ملکي خلک زیانمن نه شي؛ دا عملیات به ترهغې پورې جارې وي چې سیمه په بشپړه توګه له مخالفینو پاکه شي."
د بغلان ولایت د ډنډ غوري سیمه په دې وروستیو کې په یوې ناامنه سیمه بدله شوې او ویل کېږي چې ګڼ وسله وال مخالفین په کې ځای پرځای شوي او کله - کله شمالي ولایتونو ته وتلې لویه لاره هم تړي.
په دې اړه د بغلان ولایت عامو خلکو او په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازیو حکومت ته بیا - بیا خبرداری ورکړی چې که په سیمه کې عملیات و نه کړي؛ له دې لارې به شمالي ولایتونوته د خلکو او نقلیه وسایطو تګ - راتګ له خطر سره مخ شي.
خلک وايي، له هرې ناامنې سیمې څخه چې امنیتي ځواکونه له عملیاتو وروسته ووځي؛ سیمه ډېر ژر بېرته نا امنه کېږي.
د دې ستونزې د حل په اړه د پوځي چارو پوه حی ګل سلیمان خېل ازادي راډیو ته وویل؛ امنیتي ځواکونو ته په کار ده چې تصفیه شویو سیمو ته دایمي امنیتي تدابیر ولري:
"امنیتي او دفاعي سکتورته مو وړاندیز دا دی کله چې سیمه تصفیه کړي او قوتونه ترې لاړ شي؛ د ښمن بېرته ورځي او سیمه ناامنه کوي؛ باید وروستي امنیتي تدابیر ورته ولري؛ ناامنه سیمې معلومې، د ورتګ لارې یې وتړي او دایمي پوستې په کې جوړې کړي."
د د فاع وزارت له ډاډ سره سره له ولایتونو څخه رسیدلي خبرونه وایي چې
په اکثرو سیمو کې امنیت تامین نه دی او خلک نه شي کولي چې خپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه پرمخ بوزي او یا له یوې سیمې څخه بلې ته په ډاډ زړه ولاړ شي.
ځینې خلک وايي، په لویو لارو کې ناامنیو د دوی پر سوداګریزو چارو ناوړه اثر کړی دی.
خو د دفاع وزارت وايي، اوسمهال د هېواد په پنځه لسو ولایتونو کې دولس پلان شوي عملیات جاري دي چې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په کې هم شاملې دي.
راپور: خان محمد سیند