پر دولتي پستونو به د غیر مسلکي کسانو ګمارل، په امنیت او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ناوړه اثر وکړي.
د ملي یووالي د حکومت د یوه کال له بشپړېدو وروسته؛ ځینې مهم او لوړ پوړي چارواکي د حکومت له کړنو نا خوښه او انتقاد پرې کوي.
په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهور رييس ځانګړی استازی احمد ضیاء مسعود وايي؛ د حکومت پر نوي فیصدو مهمو څوکیو، هغه کسان ګمارل کېږي چې د ملي یووالي د حکومت سیاسي مشرانو ته نږدې وي.
دی وايي، د دغو بې تجربې کسانو ګمارل سبب شوي چې له حکومت سره بهرنۍ مرستې له لاسه ووځي او په هېواد کې ناامني زیاته شي.
دی تاکید کوي چې له جمهور ريیس څخه به وغواړي څو د دې ډول کړنو مخه ونیسي:
"د ملي یووالي په حکومت کې د لوړو پستونو وېش په خواښینۍ سره چې ډېر سیاسي او قومي شوی. هغه کسان ګمارل کېږي چې سیاسي مشرانو ته وفاداره اوسي. دا کار د نړېوالې ټولنې په مرستو ناوړه اغېزکوي. په دې حکومت سیاسي مشران دومره زیات دي چې که یو - یو کس معرفي کړي؛ نو فکر وکړئ دوی به په ټولو موسساتو کې څومره نفوذ وکړي."
ښاغلي مسعود دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا، په جوړشوي علمي سیمینار کې وکړې خو د کوم مشر نوم یې یاد نه کړ.
ښاغلي مسعود په خپله هم په اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ کې د جمهورريیس له خوا د هغه د ځانګړي استازي په توګه ګمارل شوی دی.
دا انتقادونه په داسې حال کې کېږي چې جمهور ريیس اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ژمنې کړي چې حکومت به په یو سهامي شرکت بدل نه کړي.
دوی دا ژمنه هم کړې چې که واک ته ورسېږي، په دولتي ارګانونو کې به اصلاحات راولي او ځوانانو او وړو کسانو ته به، په دولتي پستونو کې د کار زمینې برابرې کړي.
د لوړو زده کړو وزارت په سیمینار کې هغو څه باندې سلو ځوانانو هم ګډون کړی و چې په دې وروستیو کې یې د جاپان له علمي موسسو څخه د اقتصاد، ټولنیزو علومو او انجینرۍ په څانګو کې، لوړې زده کړې کړي دي.
دوی له حکومته وغوښتل چې په حکومتي ارګانونو کې دې ورته د کار زمینې برابرې کړي.
ښاغلي مسعود پر دغو ځوانانو تاکید وکړ چې له خپلو مهارتونو څخه د نظام په جوړښت کې کار واخلي.
په ورته وخت کې د لوړو زده کړې وزیرې فریدې مهمند؛ د ځوانانو د علمي ظرفیتونو په لوړولو تاکید وکړ:
"د دولت د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړول؛ نه هېرېدونکی خدمت دی.
کوم ارګان چې نن یې بنسټ ږدو، د پوهانو د ټولیدو مرکز به وي، هیله ده دا مرکزله هرډول تعصب پر ته، په عملي او اکاډمیکو کارونو بوخت وي."
د لوړو زده کړو وزیرې دا هم وویل؛ د پیس په نامه دا مرکز د جاپان د سفارت په مرسته بشړیږي چې محصلان به په کې د دکتورا تر کچې، لوړې زده وکړي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې دا بنسټ به د کرنې، اقتصاد او انجینیرۍ په څانګو کې مختلفو ارګانونو ته علمي مشورې هم ورکوي.
بل خوا په افغانستان کې د جاپان د سفارت استازی وايي؛ اوسمهال شاوخوا څلورسوه افغان محصلان په جاپان کې د دکتورا ترکچې په لوړو زده کړو بوخت دي او په دې برخه کې به له افغانستان سره نورې مرستې هم وکړي.
راپور: خان محمد سیند