د خوست د تریزیو ولسوالۍ قومي مشران او ځايي اوسیدونکي وايي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې په دې ولسوالۍ کېد پام وړ بیارغونې کارونه او نور ټولنیز پرمختګونه ندي شوي.
دوی زیاتوي، ولسوالۍ يې تر ټولو پراخه، ډېره نفوس لرونکې او پر ګڼو لویو او وړو قومونو مشتمله ده، خو پاملرنه ورته نده شوې.
بل لوري ته د خوست چارواکي هم مني چې په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې د ولایتونو او ولسوالیو تر منځ انډولیزې پرمختیا ته توجه نده شوې.
د خوست چارواکي زیاتوي چې تر دې وروسته به هڅه کوي ترڅو د ولسوالیو او حتی کلیو ترمنځ په ټولو برخو کې متوازن انکشاف رامنځته کړي او یاده ادره په ټولو بهیرونو کې همدې اصل ته ژمنتیا لري.
د تریزیو ولسوالۍ یو تن قومي مشر جان خان وايي، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې امن ښه شوی، خلک نظام سره همکاره دي، خو دوی تر اوسه په سره لیکه کې ساتل شوي او له هر څه بې برخې دي:
((د دې ولسوالۍ نفوس تر دونیمو لکو زیات دی، تر یو سلو پنځوس زیات کلي لري، متاسفانه ما والي صیب ته په ولایت کې ویلې دي چې موږ تر اوسه په سره خط کې ساتل شوې یو، موږ هم افغانان یو، د دې خاورې بچیان یو، موږ پروژې غواړو، موږ کار غواړو، موږ د وطن جوړیدل غواړو، موږ د دولت سره همکار یو.))
د تریزیو ولسوالۍ اړوند د بابرک تاڼې په سیمه کې د کوچیانو یو تن مشر رمضان کوچی وايي، د دې سیمې خلک د پوهنې، روغتیا، سړکونو او نورو برخو کې بیارغونه غواړي، مګر دوی سره په تېره کې یوازې ژمنې شوي او شل سلنه کارونه هم په هغه ولسوالۍ کې ندي شوي.
د تریزیو ولسوال جاوید جوشان هم د خلکو غوښتنې پر ځای بولي او وايي چې د نوې کال لپاره يې په بیلابیلو برخو کې ولایت مقام ته ۴۲ پروژې پيشنهاد کړي او دی د خوست له والي غواړي چې همدا پروژې چې د خلکو د اړتیاوو په لومړیتوبونو کې دي منظورې کړي:
((دغه د تریزیو او علیشیرو ولسوالي یوه مهمه سرحدي او سټراتيژيکه ولسوالي ده، موږ ته نه پروژې جوړې شوي دي، نه سړکونه جوړ شوي دي، نه هغه بیارغونه موږ ته شوې ده، والي صیب ۴۲ پروژې ما تاسو ته پیشنهاد کړی دی، دا راته منظورې کړئ، د دې ولسوالۍ خلک همدې پروژو ته سخته اړتیا لري.))
بل لوري ته خوست والي حکم خان حبیبي هم مشال راډیو سره په خبرو کې مني چې پخوا انکشاف متوازن او د ټولو لپاره په مساویانه ډول ندی شوی اما د ده اداره دې خبرو ته جدي پاملرنه لري.
ښاغلی حبیبي د پرمختیا څخه د پاتو ولسوالیو نوم اخلي او زیاتوي چې بیارغونې او د خلکو غوښتنو ته به يې په ټول وس او د حکومت امکاناتو ته په کتو رسیده ګي کوي:
((متاسفانه چې په تېر کې د افغانستان په کچه د ولایاتو او ولسوالیو تر منځ انکشاف متوازن نه وو، اراده مو داده چې په راتلونکې کې به انکشاف متوازن وي، تر دې وروسته به زموږ ځانګړي توجه همدې ولسوالیو ته چې له انکشاف وروسته پاتې دي وي، نو په علني توګه یې اعلانوم چې تریزي، صبري، باک، موسی خېل، قلندر او سپیرې ولسوالۍ به په راتلونکو انکشافي برنامو کې زموږ لپاره اولویت ولري.))
د یادونې وړ ده، د تریزیو ولسوالي د خوست په سویل ختیز لوري کې پرته پراخه ولسوالي ده چې ګڼ لوی او واړه قومونه په کې استوګنه لري، که څه هم یاده ولسوالي د خوست په هغو سیمو کې راځي چې له امنیتي تهدیدونو سره مخامخ ده، خو خلک يې تل د زده کړو، بیارغونې، کار او پرمختګ لیواله دي.