د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

ایا "مېسي" پوهېږي چې یو افغان ماشوم یې مینه وال دی؟


د نړۍ د فوټبال د نامي لوبغاړي لیون میسي مینه وال د افغانستان په کلیو کې هم پیدا شوي دي او په وروستیو کې دا مینه هغه وخت د ډله ییزو رسنیو له لارې د میسي تر غوږو ورسیده چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه خټین کور مخې ته د پنځه کلن مرتضی احمدي عکس خپور شو.

په دې عکس کې مرتضی خپلو وروڼو تر مټو کلک نیولی دی. عکس ته د مرتضی شا ده.

وروڼه یې خاندي او د مرتضی پر ملا پر کمیس په انګلیسي ژبه لاندې لس او باندې میسي لیکل شوي دي.

دا عکس اوس لیون میسي هم په ټویټر پاڼه کې خپور کړی دی. مرتضی ته چې مو وویل چې ستا عکس میسي شریک کړی دی، ده وویل زه له هغه سره مینه لرم، ما دې څوک ورولي.

ښاغلي مرتضی زیاته کړه:

"زما میسې خوښیږي، زه میسې ته ځم، څوک دې ما میسي ته ورولي."

په نړۍ کې ښایي په میلیونونو ماشومانو د میسي کمیس اغوستی وي او له هغه سره مینه ولري، خو افغان مرتضی هغه څوک دی چې د میسي کمیس یې په تن نه دی، دا له پلاستیکي شنې او سپینې کڅوړې جوړ شوی کمیس دی چې له دې سره د یوه غریب ماشوم مینه د نړۍ له شتمن لوبغاړي سره څرګندیږي، له هغه چا سره چې په ۲۰۱۴ کال کې یې کلني عواید ۶۵ میلیونه ډالرو ته ورسیدل. مرتضی بیا دومره خوار دی چې د فوټبال توپ لا نه لري:

"زه توپ نه لرم زما توپ پنچر شوی دی هوا یې وتلې."

لیون میسي د ارجنټاین د فوټبال د ملي ټیم کپتان د اسپانیا په بارسلونا ټیم کې لوبه کوي.

ده په ۲۱ کلنۍ کې د اروپا د سروزرو توپ ترلاسه کړ، په ۲۰۰۹ کې یې د نړۍ د طلایي توپ جایزه واخیسته بیا په ۲۰۱۰، ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کې د نړۍ غوره لوبغاړی شو.

میسي په ۲۰۰۷ کال کې د ماشومانو لپاره یوه خیریه موسسه جوړه کړه او په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتو د یونسف د ادارې د استازي په توګه وټاکل شو.

د نړۍ له شتمن لوبغاړي میسي څخه د مرتضی پلار محمد عارف دا هیله لري چې په جاغوري کې دې د فوټبال لوبغالی جوړ کړي:

"زموږ غوښتنه له میسي او د هغه له ملاتړیو دا ده چې زموږ د خلکو لپاره دې یو لطف وکړي. د جاغوري خلکو ته دې د فوټبال یو سټیډیوم جوړ کړي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG