د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۰

په ننګرهار د داعش راډیویې خپرونې لا پسې پراخې شوي

د دفاع وزارت وایي، داعش نه شي کولای د راډیوې تبلیغاتو له لارې په افغانستان کې خپلو اهدافو ته ورسیږي او ډیر ژر به د دغې راډيو د خپرونو ادرس پیدا او له منځه به یې یوسي.

د دغه وزارت مسوولین وایي، دا چې داعش ډله په ننګرهار کې په سیار شکل خپرونې لري، نو د خپرونکو موندل او له منځه وړلو یې یو څه وخت نیولی دی.

د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي هم د خلافت غږ راډيو خپرونې د اندیښنې وړ بولي او وایي چې دغو خپرونو د ځوانانو او زلمکیو پر فکرونو منفي اغیز کړی دی.

سره له دې چې افغان حکومت وایي، په ننګرهار کې یې د خلافت غږ راډيو خپرونې بندي کړي، خو نه یوازې دا چې دا خپرونې بندي نه دي بلکې لا هم پسې پراخې شوي دي.

ویل کیږي چې اوس دا ډله په ننګرهار کې په دري او عربي ژبه هم خپرونې لري او خلک تروریستي اعمالو ته هڅوي.

د دفاع وزارت وایي، ډير ژر به د دغې راډیو ادرس پیدا او خپرونکي به یې له منځه یوسي.

خو دا چې ولې تراوسه افغان حکومت په دې کار نه دی بریالی شوی، د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش یې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دوی له غرونو او صعب العبور سیمو څخه زیاته استفاده کوي. وزیر صاحب د دفاع امنیتي مسوولینو ته امر کړی چې ډیر ژر د خپرونو دغه ځای پیدا او له منځه یووړل شي."

داعش ډلې درې میاشتې مخکې په ننګرهار کې په پښتو ژبه خپرونې پیل کړې چې تر ډيره د دغه ولایت په کوټ او اچین کې خپرونې لري او په ځینو نورو برخو کې هم اوریدل شوي دي.

ویل کیږي چې دوی داسې دستګاوې هم موندلي چې په وسیله یې په عراق او سوریې کې د دغې ډلې له نورو غړیو سره تماس نیسي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په وار وار د دغې راډيو د چلونکو د نیولو لپاره عملیات کړي دي. خو دا خپرونې اوس د پښتو نه دري ژبې ته هم پراخې شوي دي.

خو داعش ډله د راډیویې خپرونو له لارې کوم اهداف تعقیبوي.

په ننګرهار کې د اچین ولایت اوسیدونکی شال باچا ازادي راډيو ته وویل چې ځوانان او تنکي ځوانان دغلته د داعش راډیویې خپرونې ډيرې اوري او پر هغوی یې هم منفي اغیز کړی دی.

ښاغلي شال باچا زیاته کړه:

"د دغه اف ام له لارې د دولت په ضد منفي تبلیغات کوي او د ملحدینو دولت یې معرفي کوي. ماشومان یې په شوق سره اوري ځکه چې ځوانان یې هم اوري نو ماشومان یې ورسره اوري."

نوموړی وایي، له تېرو درېيو څلورو شپو راهیسې د پښتو تر څنګ په دري ژبه هم دغې ډلې راډيویې خپرونې پيل کړي او په خبره یې دا خپرونې په ټول ننګرهار کې اوریدل کیږي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړی قیس حسن وایي، مخکې دغې راډيو یوازې یو ساعت خپرونې لرلې او اوس یې د خپرونو موده هم زیاته شوې ده.

ښاغلی حسن وایي، له امنیتي مسوولینو سره په تماس کې دی او دا موضوع به په جدي توګه تعقیب کړي.

محمد قسیم سوله مل

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG