د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

"د سیمې په تسلیمۍ سره به په ۸ ساعتونو کې د برېښنا مزی وتړو"


د افغانستان برېښنا شرکت وایي، امنیتي مسوولینو ورسره ژمنه کړې چې د نن ورځې په ترڅ کې به په بغلان کې د برېښنا د تخریب شوي پایې سیمه دوی ته ور تسلیم کړي.

د دغه شرکت ویاند وحید الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر کله چې دا سیمه ور تسلیم شوه نو د اتو ساعتونو په ترڅ کې به کابل ته د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزۍ بېرته وتړل شي.

شاوخوا دوه ورځې کېږي چې کابل ښاریان په بغلان کې د جګړو په نتیجه کې د برېښنا د پایې د تخریبېدو له امله د برېښنا له کموالي سره مخامخ دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، امنیتي چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د تخریب شوي پایې په سیمه کې به امنیتي کمربند ورته جوړ کړي.

د دغه شرکت ویاند وحید الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هر کله چې دا سیمه ور تسلیم شي نو په اتو ساعتونو کې به د برېښنا مزی بېرته وصل شي.

ښاغلي توحیدي زیاته کړه:

"نن سهار موږ له امنیتي قواوو سره و غږېدو، زموږ سره یې ژمنه وکړه چې د پایو مخې ته به یو خط تعین شي او تر یوې بجې پوري به ماین روبي وشي، وروسته به بیا تاسو ته اجازه درکړو چې هلته ولاړ شی او کار وکړی."

ښاغلي توحیدي وویل چې د برېښنا دغه پایه چې د ازبکستان۲۵۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا یې کابل ته لېږله، د بغلان- کندز سړک ته نېږدې د ډنډي شهاب الدین په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا نړول شوې ده.

نوموړي همدا رنګه وویل، په سیمه کې د نا امنیو له امله د دوی کارکونکي و نه توانېدل څو دغه پایه له سره جوړه کړي.

وحید الله توحیدي زیاته کړه چې په همدې ترڅ کې یې د پر چاوۍ په شکل په کابل کې د تاجکستان وارداتي برېښنا، د نغلو د بند برېښنا او د موقتي جنراتورونو برېښنا تنظیم کړې ده.

په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل چې د تخریب شوي پایې په سیمه کې اوس افغان امنیتي ځواکونه موجود دي او د برېښنا شرکت کارکونکي کولای شي خپل کار پيل کړي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"زموږ قطعاتو وظیفه اخیستې څو د بریښنا د تخریب شوي پایې سیمې ته ولاړ شي او د بریښنا مسوولینو ته مو دعوت ورکړی چې راشي او پایه جوړه کړي. هیله ده د بریښنا مزي په یوې ورځې کې و تړل شي."

خلک او د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، څو د عام المنفعه تاسیساتو له خرابولو ډډه وکړي.

دوی وایي، د برېښنا د پایې نړول یوازې او یوازې عام خلک زیانمنوي او ګټه یې د جګړې هېڅ لورې ته نه رسېږي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د برېښنا دا پایه طالبانو نه ده تخریب کړې.

XS
SM
MD
LG