د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

"ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره په مبارزه کې ناکام دی"


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي چې د ملي وحدت حکومت په هېواد کې له اداري فساد سره په مبارزه کې ناکام دی.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په یوه څیړنیز راپور کې موندلې چې افغان حکومت په تېر یو کال کې د فساد په له منځه وړلو کې د پام وړ لاس ته راوړنې نه درلودې.

د دغه بنسټ د چارواکو په باور له مجازاتو د معافیت فرهنګ، د حکومت له لوري له فساد سره د مبارزې د بنسټونو انحصار او له فساد سره سیاسي چلند هغه موارد دي چې افغان حکومت یې په یو سهامي او انحصاري شرکت بدل کړي چې دې کار د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځ ته کړی.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مسوول سیدا اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ دغه بنسټ په یوې سروې کې چې له کارپوهانو او څېړونکو سره په کې خبرې شوې پیدا کړې چې افغان حکومت په تېر یو کال کې له فساد سره په مبارزه کې د پام وړ کار نه دی کړی.

"له بده مرغه افغانستان نه یو قوي قانون او نه هم له فساد سره د مبارزې لپاره یوه پياوړې اراده لري؛ یو تخصصي بنسټ چې د فساد په وړاندې مبارزه وکړي؛ موجود نه دی، له بده مرغه د فساد په وړاندې د مبارزې بنسټ بشپړه خپلواکي او صلاحیت نه لري؛ څو په دې برخه کې کار وکړي."

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ دا راپور په داسې حال کې خپروي چې د شفافيت نړیوال سازمان تازه راپور وایي چې افغانستان یو وار بیا د نړۍ د فاسدو حکومتونو په لست کې درېیم ځای خپل کړی دی.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په یوه تازه سروې کې موندلې د شفافې حساب ورکونې نشتوالي؛ له فساد سره د مبارزې ادارو ترمنځ نه همغږي؛ د فساد د قضیو په جدي ډول نه تعقیب او د مجازاتو د معافیت فرهنګ هغه عوامل دي چې افغان حکومت یې په دې برخه کې له ناکامي سره مخ کړی.

دغه بنسټ له حکومته غواړي چې په دولتي ادارو کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې سیاسي چلند ته باید د پای ټکي کېښودل شي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې یو باصلاحیته او خپلواک اداره رامنځ ته شي.

په ریښتیا هم افغان حکومت د فساد په وړاندې د مبارزې د ادرو په کارونو کې لاسوهنه کوي؟

د فساد په وړاندې مبارزې عالي ادارې ویاند عبدالقهار فرخ سیر تاییدوي چې حکومت د فساد په وړاندې د مبارزې بنسټونو صلاحیتونه محدود کړي.

"د تېر کال د عقرب له میاشتې راهیسې چې د ملي وحدت حکومت خپل کارپيل کړی؛ د فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې نظارتي صلاحیت چې په لومړیو کې درلود هغه را محدود کړی؛ په دې معنی چې اوسمهال یاده اداره د څارنې او پلټنې صلاحیت نه لري؛ نه یواځې دا اداره بلکې نور بنسټونه هم چې په حکومتي ادارو باندې یې څارنه کوله اوس ورنه دا صلاحیت اخیستل شوی."

له فساد سره د مبارزې عالي اداره له حکومت غواړي چې په دې اداره کې د یوشمېر حکومتي چارواکو د لاس وهنې مخنیوي وکړي.

خو د افغانستان د حکومت اجراييه ریاست د فساد په وړاندې د مبارزې عالي ادارې په کارونوکې د حکومت د انحصار موضوع ردوي او وايي، له فساد سره ټینګه مبارزه د حکومت د کار په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان حکومت د ټولو خپلواکو ادارو د کار استقلالیت ته ژمن دی؛ حکومت په ټوله کې له فساد سره کلکې مبارزې ته د حکومت ژمنتیا پرځای ده؛ په تېر یو کال کې په دې برخه کې کارونه هم شوي او لا هم جریان لري؛ ولې د فساد له منځه وړل یوه پروسه ده چې وخت ته اړتیا لري."

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وايي؛ په افغانستان کې اداري فساد او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې او همدا لامل دی چې له افغانستان څخه پانګوال خپله پانګه وباسي.

دغه بنسټ وړاندیز کوي له فساد سره د مبارزې قانون باید تصویب او په ادارو کې د اجرا وړ وګرځي او همدارنګه اطلاعاتو ته د رسنیو د لاس رسي قانون هم باید څه ډول چې لازمه ده عملي شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG