د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

په امنیتي ادارو کې فساد په هېواد کې د ناامنیو د زیاتېدو لامل شوی


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په امنیتي ادارو خاصتاً پولیسو کې د فساد موجودیت جدي او د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان په امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه پولیسو کې د فساد موجودیت کومه نوې خبره نه ده؛ خو اوس د شفافیت د څار بنسټ وایي؛ فساد په هیواد کې د نا امنیو د زیاتېدو لامل ګرځیدلی دی.

د دغه بنسټ رییس سید اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې که د پولیسو په لیکو کې د فساد مخنیوی و نه شي؛ نو په نورو برخو کې به له فساد سره د مبارزې هڅې مثبتې نتیجې و نه لري.

ښاغلي افضلي زیاته کړه چې د پولیسو په لیکو کې د فساد د موجودیت په خاطر دغه ځواکونه نه شي کولای په سمه توګه جرمونه کشف او پر وړاندې یې اقدام وکړي:

"په امنیتي ادارو کې د فساد موجودیت د امنیتي مسایلو د زیاتېدو لامل ګرځیدلی دی. که د ملي وحدت حکومت د یوه کال په جریان کې له فساد سره جدي مبارزه و نه شي کړای؛ نو امنیتي حالات به لا پسې خراب شي.

د پولیسو په ادارو کې فساد د دې خنډ ګرځیدلی څو دغه ځواکونه د کشف دنده په سمه توګه تر سره نه کړي. آن ویل کېږي چې پوستې خرڅيږي."

نوموړی ټینګار کوي، تر هغو چې پولیس، قضایې سیسټم او څارنوالي په فساد ککړه وي؛ نو حکومت به له فساد سره مبارزې کې ډیر بریالۍ نه وي.

اداري فساد په افغانستان کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي او افغان حکومت له همدې امله په کور دننه او نړېواله کچه له زیاتو انتقادونو سره مخامخ دی.

که څه هم د ملي وحدت حکومت مشرانو په وار وار ژمنه کړې چې د دغې پدیدې پر وړاندې به جدي مبارزه کوي؛ خو خلک د حکومت له دغې مبارزې راضي نه دي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت هم دا مني چې د پولیسو په ادارو کې فساد شته؛ خو وایي چې د دغه فساد د له منځه وړلو لپاره هم جدي اراده لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش په دې اړه آزادي راډيو ته وویل:

"د کورنیو چارو وزارت مشرتابه په مشخصه توګه څو ادارو ته دنده ورکړې ده؛ څو له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کار وکړي. څو وکړای شو په نږدې راتلونکي کې د فساد ریښې له منځه یوسو.

موږ لسګونه موارد لرو چې هم د پولیسو په چوکاټ کې او هم د پولیسو له چوکاټ نه بهر د فساد موارد پېژندل شوي او عاملین یې عدلي او قضایې ارګانونو ته سپارل شوي دي."

له دې وړاندې هم د پولیسو د ادارو په منځ کې د فساد په اړه ډیر راپورونه موجود و؛ خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي؛ له دغې پدیدې سره یې مبارزه په لومړیتوب کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG