د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۰۴

طالبان د سولې د خبرو له پیله مخکې پر یو لړ شرایطو ټینګار کوي


افغان طالبان د سولې د خبرو له پیلیدو مخکې پر یو لړ شرایطو ټینګار کوي.

ډیجیټال ژورنال خپرونې تر دې سرلیک لاندې د وسله والو طالبانو او یو شمېر افغان سیاسي څیرو ترمنځ پر هغو خبرو یو مطلب خپور کړی چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د یوې مرستندویه نړېوالې ټولنې په نوښت د شنبې او یکشنبې په ورځو ترسره شوې.

خپرونه لیکي:

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د افغانستان له حکومت سره د سولې د رسمي خبرو لپاره چې په دې وروستیو کی یې هڅې زیاتې شوي، له خپل لوري د ۱۴ کلونو شخړو د پای ته رسیدو لپاره په خپل کلک دریځ ټینګار وکړ.

د خپرونې په لیکنه طالبان وایي چې د مشرانو نومونه یې باید د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحدوایالتونو د بندیزونو له لسته وایستل شي او د ټولو پر سر اعلان شوې جایزې هم باید لغو شي.

د خپرونې په وینا طالبانو دا هم ویلي چې د قطر سیاسي دفتر یې باید په رسمي توګه پرانستل شي.

طالبانو دغه دفتر د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۳ کال کې د سولې د خبرو د مخ ته وړلو په هدف پرانست خو میاشت وروسته چې کله پخواني ولسمشر حامد کرزي یې د پرانستلو پر څرنګوالي چې هغه په تبعید کې د یوه حکومت غیر رسمي سفارت ته پاتې کیده، انتقاد وکړ، بیرته بند شو.

ډیجیټال ژورنال خپرونې د طالبانو د دغو نوېو شرطونو په اړه د افغانستان د سولې د عالي شورا چې د افغانستان د حکومت له خوا د سولې د خبرو په هدف رامنځ ته شوې عکس العمل را اخیستی.

د دغې شورا یوه غړي امین الدین مظفري ویلي چې د هر ډول شرطونو ایښودل به د روغې جوړې پروسه نوره هم وځنډوي.

د ده په وینا طالبانو ته پکار ده چې لومړی د خبرو د میز ترشاه کښیني بیا خپلې غوښتنی مطرح کړي.

پاکستان کولای شي او باید هم په خپله خاوره کې ټولې تروریستي شبکې له منځه یوسي.

دا د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څرګندونې دي چې انډین ایکسپرس ورځپاڼې پرې خپل مطلب په غټو ټکو چاپ کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا اوباما د یکشنبې په ورځ پاکستان ته قوي پیغام ورکړ او ورته ویې ویل چې دا هېواد کولای شي او باید هم د ټولو هغو تروریستي ډلو په وړاندې له دې زیات اغیزمن اقدامات وکړي چې په خاوره کې یې فعالې دي.

د اوباما په وینا باید د دغو ډلو مشروعیت ختم، هغه تخریبې او له منځه یوسي.

د ورځپاڼې په وینا اوباما که څه هم د دې یادونه وکړه چې په وروستیو کې موږ د یو شمېر مشخصو ډلو په وړاندې د پاکستان د اقداماتو شاهد و خو له دې سره سره په پاکستان کې دننه بیا هم تروریستي فعالیتونه دوام لري چې وروستۍ بیلګه یې هم د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوه پوهنتون وروستۍ حمله وه.

XS
SM
MD
LG