درنو واورو چې د امریکا ختیځې برخې یې سختې ځپلي؛ لمن یې تر نیویارک ښاره پورې رسېدلې او په دې ښارکې یې ډېر خدمات له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د نیویارک والي "اندریو کوامو"Andrew Cuomo پرون اضطراري حالت اعلان کړ. په دې سره نیویارک یولسم ایالت دی چې اضطراري حالت په کې جاري کېږي.
کوامو د نیویاک ښار په ټولو واټونو کې د موټرو پر ګرځېدو بندیز اعلان کړ او ویې ویل چې ښارته غځېدلي تونلونه او پلونه به هم بند وي.
هغه خبریالانو ته وویل چې د خلکو خوندیتوب زموږ لومړیتوب دی او دی د نیویارک له ټولو اوسیدونکو غواړي چې د واورې په دغه طوفاني هوا کې له خپلو کورونو راونه وځي.
د نیویارک د ځمکې پر سرمترو او د اورګاډي خدمات هم درېدلي دي.
د نیویارک ښاروال "بېل ډي بلاسو" Bill de Blasio په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ښایي تر۷۱ سانتي مترو پورې واوره واوري چې په دې سره به دا تر ټولو سخت پنځم ژمی وي چې دغه ښار ورسره مخامخ کېږي.
"اوسني وضعیت ته په پام سره چې موږ یې وینو دا حتمي ده چې خلک له واټونو لېرې شي. هر هغه څوک چې خپل کارته له موټر سره راغلی باید خپل کارونه بند کړي او سمدستي کور ته لاړ شي. هرهغه څوک چې ښار ته له نژدې سیمو راغلي وي؛ باید بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي."
د درنې واورې اورېدل په له شلو زیاتو ایالتونو کې د جمعې له ورځې راهیسې پیل شوي دي.
له دغو واورو سره په تړاو پیښو کې د لږترلږه اتلسو تنو د مړینې راپورونه ورکړل شوي. ډېر کسان په ترافیکې پیښو کې وژل شوي دي. د نی وجرسي او دلاور په ګډون په ځینو ساحلي ایالتونو کې سیلاونه هم راغلي دي.
هوایي شرکتونو له تېرې ورځې راهیسې لږترلږه اوه زره الوتنې لغو کړي. په تېره بیا واشنګټن، فلاډلفیا او نیویارک ته ټول پروازونه لغو شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو په ختیځ ځینو برخو کې ۱۰۲ سانتي متره واوره اورېدلې چې له امله یې په زروګونو کورونه له برښنا بې برخې شوي؛ ترافیکې خوځښت له ستونزو سره مخامخ شوی. په پنسلوانیا او کینتاکي کې موټرله دولسو ساعتونو زیات په سړکونو کې بند پاتې شوې دي.
په واشنګټن کې چارواکو له پرون راهیسې د پلازمینې د اورګاډي او بسونو ټرانسپورټي خدمات بند کړي دي.
ویل کېږي چې د درنو واورو طوفاني هوا به نن هم دوام وکړي.
د امریکا د هواپېژندنې ملي اداره وایي چې دغه واورې به شاوخوا ۸۵ میلیونه امریکایان اغیزمن کړي چې دا دامریکا د نفوسو یودرېیمه برخه ده.اټکل کېږي چې زیان به یې هم له یوملیارډ ډالرو واوړي.
دغه اداره وایي چې ښایي دغه سخت ژمی په هغو لسو سختو ژمو کې حساب شي چې دغه سیمه یې ځپلې ده.