نړېوال بانک له افغان حکومت سره د یوسلو اته ویشتو میلیونو ډالرو وړیا مرستې اعلان وکړ.
افغان چارواکو وویل، د نړېوال بانک د یوسلواته ویشتو میلیونو ډالرو له مرستې به؛ پنځه څلوېښت میلیونه ډالره په هېواد کې د کرنې د سیسټم په پراختیا او درې اتیا میلیونه ډالره به یې د نغلو د برښنا د بند په ترمیم او د تولید د ظرفیت په لوړولو ولګیږي.
د دې مرستې تړون د یکشنبې په ورځ، په افغانستان کې د نړېوال بانک رييس رابرئت باب سام او د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي لاسلیک کړ.
ښاغلي حکیمي د اعلان شوې مرستې او د هغې د لګښتونو د ځای په هکله وویل:
"د دې تفاهمنامې مجموعي ارزښت یوسلو اته ویشت میلیونه ډالره او دوه پروژو ته ځانګړی شوی یوه یې د کرنې د پراختیا لپاره د اوبو لګولو او بله یې د نغلو برښنا د بند د ترمیم او ظرفیت د لوړولو پروژه ده."
ښاغلي حکیمي وویل، د نغلو د برښنا بند اوسمهال پنځوس میګاواټه برښنا تولیدوي او د ترمیم او پیاوړې کولو وروسته به دا اندازه؛ پنځه اویا میګاواټو ته پورته شي.
د کرنې وزارت چې له دې مرستو څخه ورته پنځه څلوېښت میلیونه ډالره ځانګړې شوي؛ په ټول هېواد کې به یې د اوبو لګولو پر سیسټمونو؛ د کرنې په پرمختللو وسایلو، د بزګرو د ظرفیتونو په لوړولو او داسې نورو کرنیزو چارو ولګوي.
د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وویل، د دې مرستو له مصرفېدو سره به د اوبو په ضایعاتو کې پنځه لس فیصده کموالی او په زیاتوالي کې به پنځه لس فیصده زیاتوالی راشي.
ده داهم وویل، په دې پروژو کې به خلکو ته پنځه لس زره کاري زمینې هم برابرې شي.
د کرنې وزیر زیاته کړه، په دې مرستو به د دوه زره شپاړسم څخه تر دوه زره نولسم میلادي کال پورې؛ د اوبو لګولو یوسلو شل شبکې فعالې او په زرګونو هکتاره ځمکه به خړوبه شي.
په افغانستان کې د نړېوال بانک ریيس رابرټ باب سام وویل؛ له دې مرستو یې هدف دا دی چې په دې هېواد کې کرنه پراختیا ومومي او د برښنا تولید اقتصادي وده ګړندۍ کړي:
"دغه اضافي مالي مرسته به د اوبو لګولو د مدیریت په تشکیلاتو کې په لومړي فاز کې ګڼو بې وزلو خلکو ته د کار پراخې زمینې برابرې کړي."
ښاغلي سام وویل، نړېوال بانک له دوه زره دویم میلادي کال راهیسې د افغانستان د کرنې د پراختیا او داسې نورو برخو کې؛ د مرستندیو هېوادونو د شاوخوا اته میلیاردو ډالرو ژمنې اخیستې او هڅه کوي چې په دې لاره کې نورې مرستې هم وشي.
خلک وايي، په وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو کې د هېواد پر بیارغونه په سلګونو میلیونه ډالر ولګېدل؛ خو په ډېرو برخو کې دغه مرستې پرځای نه دي لګیدلي.
د چارو پوه عزت الله بری په دې نظر دی چې افغان حکومت دې د دې پروژو چارې په جدي توګه وڅاري او د درغلیو مخه دې په کې ونیسي.
راپور: خان محمد سیند