د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۳

"د وانټ وایګل ولسوالۍ پر ګڼو سیمو وسله وال مخالفین واکمن دي"


د نورستان وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالۍ اکثره سیمو کې يې وسله وال طالبان واکمن دي.

دوی وايي، په دې ولسوالۍ کې د امنیت د تامین په خاطر يې څوځله د پوځي عملیاتو ترسره کولو غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه يې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

وانټ وایګل د نورستان په مرکزي برخه کې پرته ولسوالې ده چې د کونړ ماڼوګي، وټه پور او شیګل ولسوالیو سره له شنو ځنګلونو ډکې غرنۍ پولې لري.

همدا ځنګلونه او غرونه دي چې په کې د وسله والو مخالفینو تګ ــ راتګ او نورو فعالیتونو ته يې زمینه برابره کړې ده.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي رحمت الله رحمت وايي؛ د ولسوالۍ له ودانۍ او دولتي پوستو اخوا ته وسله وال مخالفین واکمن دي؛ ښوونځي يې تړلي او هر څوک چې دولت سره راشه درشه ولري؛ هغوی ته ستونزې پیدا کوي:

"هلته زور او ظلم دی، کومې سیمې چې طالبانو لاندې کړي دي؛ عوام ازادي نه لري چې څاروي وساتي؛ ښوونځي ته ولاړ شي او یاهم په ازاده فضا کې تګ ــ راتګ وکړي."

د سیمې یو تن اوسېدونکی چې له نوم ښودلو يې ډډه کول ازادي راډیو ته وویل؛ د وایګل د ولسوالۍ په هره دره کې وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو لباسونه په تن کړي:

"په دې وایګل دره کې طالبانو سره د افغان ځواکونو د ځانګړې درېشۍ دي؛ په نېشو کې طالبانو سره د کومانډو درېشۍ دي؛ په هرکلي کې طالبانو سره خپلې خپلې درېشي ګانې دي؛ دولت په دې کې فکر نه کوي چې دغو طالبانو ته وسلې او خوراکي توکې څوک انتقالوي."

خلک وايي، د ولسوالۍ ودانۍ او د افغان ځواکونو امنیتي پوستې په ټیټو ځایونو کې پرتې دي چې همېشه د وسله والو بریدونو او ګواښونو سره مخ وي.

دوی له افغان دولت غواړي چې په سیمه کې يې پوځي عملیات تر سره کړي او دوی د مخالفینو له ګواښونو وژغوري.

د وانټ وایګل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شېر:

"د وایګل اوسېدونکی یم. ډېر امنیتي مشکلات دي، د ولسوالۍ شاوخوا سیمو کې وسله وال طالبان حاکم دي؛ هر وخت له اوچتو ځایونو په ولسوالۍ بریدونه کوي."

د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم وايي؛ په وایګل ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو د پیل کولو لپاره يې مرکزي چارواکو سره خبره کړي او ډېر ژر به په یاده ولسوالۍ کې عملیات پيل شي:

"ان شاءالله موږ ځانګړي پلانونه نیولي چې کوم ډول عملیات ترسره کړو؛ خو دغه عملیات به د پوځي کار پوهانو او مسولینو په مشوره کېږي چې دلته کوم قسم عملیات بریالي دي؛ عملیات تر هغه نه بریالي کېږي چې ترڅو ولسونه ملاتړ ونه کړي؛ که عملیات وشي له هغه وروسته له سیمې افغان ځواکونه راووځي بیابه څه کېږي؟"

وانټ وایګل هغه ولسوالي ده چې په کې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې نړېوالو ځواکونو سره ګڼې جګړې شوي چې په یادو نښتو کې دواړو خواو ته درانه ځاني اومالي زیانونه اوښتې دي؛ له وانټ وایګل څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته هم څو ځله سختې جګړې شوي چې دوه ځلې د ولسوالۍ ودانۍ د وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ تبادله شوې.

خلک په ولسوالۍ کې د نورو ځواکونو زیاتوالی غواړي؛ خو چارواکي وايي چې د نورستان د نورو برخو په پرتله په وانټ وایګل کې د سرتېرو او وسایلو اندازه زیاته ده؛ خو خلک باید حکومت سره همکاري وکړي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG