کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه ځینې مطالب خپاره کړي دي.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د قطر د غونډې په اړه لیکلي چې طالبانو د غونډې په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې سولې ته چمتو دي خو ځانته شرایط لري.
کابل پوسټ دغه خبرې د قطر په غونډه کې د افغان سیاسي کارپوه فایض ځلاند له قوله لیکلي دي.
کابل پوسټ په خپل دغه مطلب کې ویلي، فایض ځلاند په خپله فیس بوک پاڼه کې لیکلي چې د سولې په اړه په دغه غونډه کې ډېرې خبرې وشوې.
کابل پوسټ د سیاسي چارو د یو بل کارپوه جاوید کوهستاني له خولې لیکلي، که د دغه غونډو اجنداوې منظمې وي او اغېزمن کسان په کې برخه واخلي کېدای شی چې ګټورې تمام شي او ان څلور اړخیزو غونډو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې په دې ورستیو کې د افغانستان د سولې لپاره کورنۍ، سیمه ییزې او نړېوالې هڅې روانې دي.
د مطلب د لیکونکې په وینا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون د څلور اړخیزې غونډې دواړه پړاونه د دغو هڅو یو څرګنده نښه ده.
په مطلب کې راغلي چې دې هڅو د چارو ځینی شنونکي هم هیله من کړي دي او په دې باور دي چې باید دغه ناستې له یادو هېوادونو له خوا نور هم په جدیت سره تعقیب شي تر څو په افغانستان کې سولې ته د رسېدلو بهیر اسانه شي.
د مطلب د لیکونکي په وینا لیدل کېږي چې د دغو هېوادونو چارواکي په دې خاطر له فرصتونو ښه ګټه اخلي چې د ساري په ډول یې په داووس کې د امریکا، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزې غونډې یادونه کړې ده.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپانې هم په دې اړه په یو مطلب کې د سویس په داووس ښار کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني خبروته اشاره کړې ده.
هېواد په خپل دغه مطلب کې لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني په دغه غونده کې د افغانستان او پاکستان په ګډون په سیمه کې د سولې او ثبات لوړو هدفونو ته پر رسېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان غېږه د افغان طالبانو په ګډون ټولو سوله غوښتونکو وسله والو مخالفینو ته خلاصه ده، خو چې څو کلنۍ لاسته راوړنې یې ښکار نشي.