د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۶

د سوريې اپوزيسيون وايي له حکومت سره خبرې نه کوي


د سوريې اپوزيسيون چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي، له دمشق سره غيرمستقيمې خبرې رد کړې.

په داسې حال کې چې د سوريې کورنۍ جګړه پنځه کلنه کېږي او تر اوسه يې د پايته رسېدو نښې نه ښکاري، لا څرګنده نه ده چې د سولې خبرې به د دوشنبې په ورځ په جنيوا کې وشي، که نه.

ځکه يوه لانجمنه موضوع د اپوزيسيون د هيئت د ترکيب پر سر ولاړ شوى اختلاف دى.

د سولې خبرې له دې درکه هم له چلينج سره مخامخې شوي چې په اپوزيسيون کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پر برخليک اختلافات دي، دغه راز د سعودي عربستان او ايران ترمنځ کړکېچ شته.

روسيې د جمعې په ورځ دا مسئله رد کړه چې ګواکې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين تېر کال له بشارالاسد نه د استعفى غوښتنه کړې وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري پرون د سويس په داوس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم غونډې ته وويل چې د سوريې ولسمشر د دې عصر تر ټولو ستره غميزه رامنځته کړې ده:

”په سوريه کې ولسمشر اسد حاضر نه و د ځوانانو روا غوښتنو ته غاړه کښېږدي. دغو ځوانانو د کارونو او تعليم د فرصتونو لپاره مظاهره وکړه.

د دوى کورنيو فکر کاوه چې دغه ځوانان له اوباشانو سره ملګري شوي، دغو کورنيو بيا د دغو ځوانانو په خاطر د اعتراض ږغ پورته کړ، خو دوى له وسلو او مرميو سره مخامخې شوې.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد خپل خلک په بېرحمۍ سره په نښه کړل. په دې توګه يې زموږ د عصر تر ټولو ستره بشري غميزه رامنځته کړه.“

د سوريې کورنۍ جګړه پنځه کلنه کېږي چې تر اوسه يې په نتيجه کې تر دوه نيم لکه زيات کسان وژل شوي او يو مليون نور ټپيان شوي دي.

د سوريې حکومت وايي حاضر دى پر خپل وخت په هغو خبرو کې چې په جنيوا کې کېږي برخه واخلي.

خو روسيه وايي د سوريې د کورنۍ جګړې د پايته رسېدو لپاره د سولې خبرې ښايي تر چهارشنبې يا پنج شنبې پورې وځنډېږي، ځکه پر دې مسئله اختلاف شته چې څوک به د اپوزيسيون استازيتوب کوي.

په همدې حال کې د اپوزيسيون يوه عالي رتبه چارواکي جورج صبرا وويل، د دغو خبرو په وړاندې لا هم خنډونه شته.

ده ټينګار وکړ چې د ګڼ مېشتو سيمو محاصره دې پايته ورسول شي، بنديان دې ازاد شي او هغه اقدامات دې عملي شي چې د امنيت شورا د ډسمبر د اتلسمې نېټې په پرېکړه ليک کې راغلي او د سولې پروسه هم په کې تاييد شوې ده.

جورج صبرا چې تېره اوونۍ د اپوزيسيون له خوا د لوړرتبه مرکچي په توګه وټاکل شو، وايي د روسۍ الوتکو له خوا دې د ملکيانو بمبارۍ ودرول شي.

د صبرا تر مشرۍ لاندې مخالفه شورا، يعنې د مرکچيانو عالي شورا تېره مياشت په سعودي عربستان کې جوړه شوه.

په دې شورا کې د اسد سياسي او وسلوال مخالفان، دغه راز هغه ياغيان برخه لري چې د سوريې په لوېديځ کې د دغه هېواد د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG