تمه ده چې د شنبې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې له طالبانو سره د سولې غیر رسمي غونډه پرانیستل شي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې د پګواش په نوم د یوې نړېوالې موسسې په مرسته جوړیږي، د افغانستان د حکومت په استازیتوب څوک برخه نه اخلي خو د ولسمشر غني د ټولنیزو چارو سلاکاره ملالۍ شینوارې دې غونډې ته ورځي.
د دې غونډې په اړه ملالۍ شینوارې ازادي راډيو ته وویل:
"مهمه موضوع دا ده چې څرنګه کولای شو چې د ښکیلو خواوو تر منځ اعتماد پیدا شي او د اعتماد زمینه برابره کړو. د یوې افغانې په توګه په دې غونډه کې برخه اخلم او د هغو محدودو میرمنو په ډله کې یم چې په دې غونډه کې ګډون کوم."
پګواش موسسه چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده، په نړۍ کې د شخړو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
پګواش تېرکال هم په قطر کې ورته غونډه جوړه کړې وه، خو د ملالۍ شینوارې په وینا دا ځل دا غونډه پراخه ده او برخه وال یې په خپله خوښه ګډون په کې کوي.
طالبانو په یوې اعلامیې کې چې ازادي راډیو ته یې رااستولې ده، څرګنده کړې ده چې دوی به په دې غونډه کې برخه واخلي او لیکي چې د سیاسي دفتر استازي به یې په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل چې د شنبې د ورځې په غونډه کې به د طالبانو د پلاوی مشري شیر محمد عباس ستانکزی وکړي:
"په دې غونډه کې به د طالبانو یو سیاسي پلاوی برخه واخلي. د دې هیات مشري د قطر د دفتر مسوول شیر محمد عباس ستانکزی کوي. په دې غونډه کې د ګډون هدف د نظریاتو اوریدل او پرې پوهیدل دي، همدا راز د اسلامي امارت د ډلې د نظر شریکول دي چې له کومې لارې د ستونزو حل ممکن دی څو دا نړېوالو ته وړاندې کړو."
د قطر غونډه په داسې حال کې پيلیږي چې د افغانستان حکومت د امریکا او چین په ګډون له پاکستان سره په تیرې یوې میاشتې کې دوه ځلې غونډې کړې دي او تمه ده چې د سلواغې په اوولسمه دریمه ورته غونډه جوړه شي، څو له طالبانو سره د سولې مخامخ رسمي خبرو ته لاره هواره شي.