د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې د اسلامي دولت او روسیې د فعالیتونو د پراخیدو له کبله د هوايي ځواک د هغه کنډک پر لغو کولو بیا غور کوي چې الوتکې یې زړې شوې دي.
یو امریکايي مقام ویلي، دا پریکړه هغه مهال شوې وه چې داعش ډلې او روسیې په سیمه کې خپل فعالیتونه نه وو پراخ کړي.
یوه مخکښ جمهوري غوښتونکي سناتور د دې پرېکړې هرکلی کړی.
د امریکا د هوايي ځواک چارواکو له تېرو دوو کلونو راهیسې د جنګي جټ الوتکو د هغه کنډک د لغو کولو لپاره هڅه کوله چې د افغانستان او عراق په ځمکنیو عملیاتو او په دې وروستیو کې په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد په جګړه کې یې برخه لرله، خو د امریکا د هوايي ځواکونو د ستر درستیز مرستیال وايي، دا پلان د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د روسیې د فعالیتونو د پراخیدو له کبله د اوس لپاره ځنډول شوی دی.
امریکايي چارواکي وايي چې روسیه په ۲۰۱۴ کال کې له خپل قلمرو سره د کریمیا د ټاپو له ادغام او د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون پالو له تجهیزولو سره ډیره زړوره شوې ده.
د امریکا د هوايي ځواک د ستر درستیز مرستیال ډیویډ ګولډفاین په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپریږي ویلي دي چې د وارتاګ Warthog په نوم د الوتکو د دې کنډک د لغو کولو پلان هغه مهال جوړ شوی و چې داعش ډله نه وه، امریکا عراق ته ځواکونه نه وو استولي، امریکايي پوځیان له افغانستانه د وتلو په حال کې وو او روسیه د اوس په څیر لا نه وه فعاله شوې.
په درنه زغره سمبالې وارتاګ الوتکې چې په ټیټه ارتفاع الوتنه کوي او د امریکا پوځ له ۱۹۷۵ کال راهیسې کار ترې اخلي د ځمکنیو عملیاتو ښه وړتیا لري او د اوږدې مودې لپاره د جګړې د ډګر له پاسه دریدلی شي خو د پیسو او پرسونل د سپما په خاطر د دې الوتکو د کنډک د لغو کولو پلان جوړ شوی و.
امریکايي سناتور جان مک کین چې د کریملین له سختو منتقدانو څخه دی د دې پریکړې هرکلی کړی.
جمهوري غوښتونکي مک کین په یوه بیان کې ویلي چې دا قطعه په عراق کې د داعش ډلې پرضد د مبارزې او په ختیځه اروپا کې د روسیې له خوا د ګواښ د مخنیوي لپاره مهمه ده.
د متحدوایالاتو هوايي ځواک د ۲۰۱۵ کال په اپریل میاشت کې په رومانیا کې د پوځي تمریناتو پرمهال دولس وارتاګ الوتکې د تطبیقاتو ډګر ته واستولې.
د امریکا د هوايي ځواکونو یوه جنرال داریل روبرسون Darryl Roberson هغه مهال ويلي و، د دې اقدام هدف د ختیځې اروپا هېوادونو ته چې په اوکراین کې د مسکو د اقداماتو او په سیمه کې د روسیې د پراختیا غوښتونکو اهدافو له کبله یې اندیښې لرلې ډاډ ورکول وو.