د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

افغانستان د داعش د ځپلو په اړه د پنټاګون پریکړه ښه اقدام بولي


د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري
د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري

د افغانستان دفاع وزارت د پنټاګون هغه پریکړه چې له مخې یې په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د داعش ډلې د ځپلو اجازه ورکړې ده، له ټولو تروریستي ډلو سره د مبارزې لپاره یو ښه اقدام بولي.

د دفاع وزارت مسوولین سره له دې چې د افغان ځواکونو پر وړتیا ټينګار کوي خو د اړتیا په صورت کې د بهرنیو ځواکونو مرسته موثره ګڼي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ورځ مخکې خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې د داعش ډله وځپي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د محارب ماموریت تر پای ته رسیدو وروسته اوس دغه ځواکونه یو وار بیا دې ته چمتو کیږي څو په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه پيل کړي.

د امریکا له دغې پریکړې سره د افغانستان د دفاع وزارت خوشبیني څرګنده کړې ده او وایي چې د اړتیا په صورت کې په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو حضور به یو ښه ګام وي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې پریکړه سره به اوس نړېوال ځواکونه په هوایې حملو کې له افغان ځواکونو سره ډيره مرسته وکړي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د امریکا متحده ایالاتو په هوایي برخه کې چې اړتیا پېښه شي مرسته کړې او کوي یې. نو دا د القاعدې او طالبانو په ضد هم وه او د نورو تروریستي ډلو پر وړاندې هم وه او داعش پر ضد هم ده. نو دا ښه خبره ده چې د اړتیا په صورت کې دوی زموږ مرسته وکړي."

ښاغلی وزیري وایي، له تروریستي ډلو سره مبارزه یوازې د افغانستان نه بلکې دا یو نړېوال مسوولیت دی.

متحده ایالاتو له دې مخکې په عراق او سوریې کې د داعش پر وړاندې عملیات کول او اوس یې خپلو پوځونو ته اجازه ورکړې ده څو په افغانستان کې هم دغه ډله وځپي.

دا پریکړه وروسته تر دې شوې ده چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان او پاکستان کې داعش ډله چې (داعش خراسان) نومیږي په ترورستي لست کې شامله کړه.

دغه ډله د افغانستان په ختیځ، خاصتاً د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې فعالیت لري.

داعش خراسان ډلې په افغانستان او پاکستان کې نژدې یو کال مخکې فعالیت پیل کړ. تراوسه پورې دا څرګنده نه ده چې په دې ډلې کې څومره کسان شامل دي خو د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د طالبانو یو شمېر غړي له داعش خراسان سره یوځای شوي دي.

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه حی ګل سلیمانخیل وایي چې د امریکا او افغانستان حکومتونه اوس باید د وسله والو د ځپلو لپاره نوي تاکتیکونه وکاروي او پرې نږدي چې داعش د افغانستان نورو سیمو ته هم نفوذ وکړي.

نوموړي له ازادي راډيو سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د داعش پر وړاندې مبارزه باید په صادقانه توګه وشي.

ښاغلي سلیمانخیل زیاته کړه:

"که دوی غواړي له افغانستان سره مرسته وکړي، د افغانستان تر رهبرۍ لاندې او د افغانستان په غوښتنه دې دوی صادقانه مرسته وکړي. دا د افغانستان او نړۍ لپاره موثره ده او د داعشیانو ریښې ایستلی شي."

د یو شمېر افغان او بهرنیو چارواکو په باور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په تګ لاره کې د خلاوو موجودیت د افغانستان د جګړې د دوام یو ستر لامل بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG