ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار کړی چې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د رسمي پیل دقیقه نېټه باید ژر تر ژره وټاکل شي او په افغانستان کې د طالبانو روانې وسله والې حملې باید بندې شي.
ښاغلي غني پرون پنجشنبې د سویس په داووس ښار کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف او د امریکا د ولسمشر له مرستیال جوبایډن سره په ځانګړي غونډه کې ټینګار کړی چې د سولې مذاکرې باید یوازې د کاغذ پرمخ نه وي.
په همدې غونډه کې نواز شریف د افغانستان او پاکستان امنیت تړلی بللی او ویلي یې دي چې په دواړو هېوادونو کې روانه بې امنیتي، د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ پېښولای شي.
ولسمشر غني له نواز شریف او جوبایډن سره په کتنه کې ټینګار کړی چې یوازې هغه وسله وال طالبان چې له تشدد سره مخالفت لري د سولې په پروسه کې ګډون کولای شي او دا کسان باید له هغو وسله والو بیل شي چې سوله نه غواړي.
ښاغلي غني ویلي، په افغانستان کې روان تشدد باید پای ته ورسیږي، د طالبانو مرکزونه باید وتړل شي خو په عین وخت کې یې ږغ کړی چې د سولې دروازې د ټولو افغانانو لپاره پرانیستې دي.
په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل چې په پرونۍ غونډه کې وه، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ټولو موافقه وکړه چې د خبرو دقیقه نېټه معلومه شي. هغه ټول طالبان چې غواړي له دې بهیر سره یوځای شي، یو وخت ورته وټاکل شي او دې ته هم دقیق وخت وټاکل شي چې هغه کسان وپيژندل شي چې له دې پروسې سره نه یوځای کیږي. د خبرو پر مهال باید مقابل لوری خپل جدیت څرګند کړي او طالبان باید عملاً پر افغانستان حملې بندې کړي."
د پاکستان صدراعظم نواز شریف په دې غونډه کې ژمنه کړې چې د هغو وسله والو طالبانو پر ضد به ان له پوځي قوې کار واخلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره یوځای کیدل نه غواړي.
د افغانستان ولسمشر له جوبایډن او نوازشریف سره په کتنه کې د سولې په پروسه کې د افغانو ښځو د حقونو پر مصئونیت ځانګړی ټینګار کړی دی.
د سویس لپاره د افغانستان سفیره ثریا دلیل وايي:
"ولسمشر په ډير جدیت، په ډير وضاحت په دې اړه خبرې وکړې چې د ښځو هغه حقونه به چې د افغانستان په اساسي قانون کې مطرح شوي، منل شوي قرباني نه شي."
ولسمشر غني به نن هم په سویس کې د افغانستان پر سياسي او اقتصادي وضعیت د نړۍ د یو شمېر هېوادونو او نړېوالو سازمانونو له مشرانو سره خبرې جاري وساتي.
په داووس کې په پرونۍ د درې اړخیزه غونډه کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي چې د افغانستان د سولې بهیر ډير مهم دی او له طالبانو سره د مذاکرو د څرنګوالي د بهیر څارنې ته به دوام ورکړي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ په شپږمه د افغانستان، پاکستان او امریکا استازي یو وار بیا سره وګوري او له طالبانو سره د سولې د خبرو د پيل پر څرنګوالي، وخت او شرایطو غور ورکړي. د دې خبرو هدف له طالبانو سره د حکومت د سولې د بهیر لپاره د نقشې جوړول، د نیټې او شرایطو ټاکل دي.
د درېیو هېوادونو لومړۍ غونډه په اسلام اباد کې او دوهمه په کابل کې وه.په دواړو غونډو کې د طالبانو له لوري چا برخه نه درلوده او دا هم لا نه ده څرګنده چې د طالبانو استازي څه وخت د خبرو – اترو دې بهیر ته ور ګډیږي.