د افغانستان د ازادو ژورنالستانو ټولنه د طلوع ټلویزیون پر کارکوونکو پرونۍ حمله غندي او وایي چې حکومت باید د دغې حملې د عاملینونو په وړاندې سخته مبارزه وکړي.
د افغانستان د ژورنالستانو د ازادې ټولنې رییس رحیم الله سمندر نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وویل چې حکومت باید له رسنیو او ژورنالیستانو څخه ملاتړ وکړي او د دوی
د امنیت ټینګولو ته پاملرنه وکړي.
په دې اړه نجیبې زمان له ښاغلي سمندر سره مرکه کړې او په سر کې یي پوښتلي چې د پرونۍ حملې په وړاندې د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د ټولنې غبرګون څه دی؟