د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د طلوع پر کارکوونکو د حملې په اړه د ازادي راډیو د عمومي مشر پیغام


د ازادي راډیو عمومي مشر هاشم مهمند
د ازادي راډیو عمومي مشر هاشم مهمند

ازادي راډیو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو ځان مرګی برید غندي او دا یو وحشي عمل بولي.

د ازادي راډیو عمومي رییس هاشم مهمند په خپل پیغام کې وویل:

"زه هاشم مهمند د ازادي راډيو مسوول د چهارشنبې د ماښام د پیښې څخه چې په هغه کې د طلوع تلویزیون همکاران شهیدان شول د زړه له کومي خواشینی یم او په دې توګه خپل پیوستون دافغانستان د مطبوعاتو د یوه غړي په توګه د طلوع تلویزیون د مشرتابه او ټولو همکارانو سره یې اعلانوم او دا وحشیانه عمل چې د اسلامي، بشري او ملي ارزښتونو ضد یو جنایت دی د زړه له کومي غندم."

د خبریالانو نړېوال فدراسیون چې د نړۍ په ۱۳۹هېوادونو کې فعالیت لري، د کابل حمله وغندله. د دې ټولنې مشر انتوني بلانګر په یوه بیان کې وویل، دې پېښې د خبریالانو نړۍ هکه پکه کړه.

طلوع تلویزیون د خپلو اوو کارکوونکو مړینه تایید کړه. د دې رسنۍ په وینا په دې پېښه کې دوه نجلۍ او پنځه تنه نور ځوانان وژل شوي دي.

د دوو تنو نورو وژل شوېو په اړه څه نه دي ویل شوي. ځان وژونکی برید تېرماښام د روسیې سفارت ته نژدې د طلوع تلویزون پر کارکوونکو وشو چې په دې حمله کې پنځه ویشت تنه نور ټپيان شوي دي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې د اکتوبر په میاشت کې طلوع او یک تلویزیونونو ته خبرداری ورکړی و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG